د لاسرسي ځای

تازه خبر

'مالاکنډ د زیتون لوی پیداواري مرکز ګرځېدلی شي'


سپېن کې د ښوونو باغ
سپېن کې د ښوونو باغ

په مالاکنډ کې خواوشا لس کاله وړاندې د ښوون پر ونو د زیتون قلمونو لګولو کار پیل شوی وو، چې اوس باغونه شوي او باغوانان ترې پیداوار اخلي.

په دې کې ډېری ونې ځنګلي ښوون دي چې د بونیر، سوات، دیر او مالاکنډ ضلعو په غرونو کې په لوی شمېر کې موندل کېږي.

په مینګوره کې د زرعي تحقیقاتي مرکز یوه چارواکي او ساینسپوه ډاکټر فیاض احمد وايي، د مالاکنډ خاوره او چاپېریال د زیتون لپاره ډېر مناسب دی او بل دلته چې کوم پیداوار په لاس راځي نو په هغه کې د تېلو شرحه هم ډېره ده. نوموړی زیاتوي دا زیتون پښتونخوا او نور پاکستان ته په لومړي ځل په ۱۹۸۶ ز کال کې متعارف شوي دي او له هغه وروستو پرې تر یوشمیر پروژو لاندې کار روان دی.

ډاکټر فیاض احمد وايي چې پاکستان هر کال د ۳۰۰ اربو روپو خوراکي تېل او مصنوعات راغواړي که چیرې زیتون وده وکړي نو په کور دننه دا ضرورت پوره کېدلای شي.

د روانې میاشتې په ۷ مه نیټه د وفاقي حکومت د بیلین ټري څونامي پروژې په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان وویل چې د صوبې د کرهڼې څانګې د زیتون نهالولو او پیداوار لپاره پر یوشمیر منصوبو کار پیل کړی دی خو د سوات په بریکوټ کې یو باغوان افضل شاه باچا وايي، چې دوی له تیکنیکي مرستو سره سره مالي مرستو ته اړتیا لري نو باید حکومت په دغه لړ کې عملي ګامونه پورته کړي.

ځینو کروندګرو په سوات کې د زیتونو بوټو کښېنولو ته مخه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

نوموړې وايي دا وخت د مالاکنډ په بېلا بېلو سیمو کې د ښوون په لکونو ونې دي. پکار ده چې حکومت له دې پیداوار واخلي. باغوانانو ته له تکنیکي مرستو او تخمونو سره سره په اسانو شرطونو پورونه (قرضې) ورکړي او د دوی مصنوعاتو له منډۍ پیدا کړي.

د پیښور د ترناب فارم څېړنیز مرکز یو څېړونکی نور ایاز وايي چې له غریزو سیمو سره سره د پښتونخوا په میداني سیمو لکه مردان، صوابۍ، چارسده او پیښور او اړوندو قبایلي ضلعو کې هم د زیتون ونې وده کولی شي خو د دغه سیمو خلک ورته ډیر پام نه کوي. نوموړې وايي په دغه اړه د بیدارۍ په یو کمپاین کار کوي.

نور ایاز وايي د دیر په تالاش کې خلکو د زیتون باغونو جوړولو کار پیل کړی دی او اوس ترې هر کال د ملینونونو روپو ګټه ترلاسه کوي.

دا مهال په پښتونخوا کې له زیتونه یوازې تېل اخیستل کېږي خو پوهان وايي، که چیرې حکومت او ولس په شریکه کار وکړي نو دا د ډول سینګار په مصنوعاتو او د دوایانو په جوړولو کې هم په کار راتللی شي.

په سوات کې د زرعي تحقیقاتي مرکز ساینسپوه ډاکټر فیاض احمد وايي په دغه لړ کې یې پر یو پلان کار روان کړی دی. دا د وفاقي حکومت پروژه ده چې تر لاندې به یې په ټول پاکستان کې خلکو ته ۲۳ لکه نیالګي وېشل کېږي او تکنیکي پوهه به ورکول کیږي. نوموړې وايي د زیتون له کاروباريتابه (کمرشلایزیشن) سره به خلکو ته روزګارونه ترلاسه شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان تېلو تخمونو پرمختیا ادارې یوازې په سوات کې په دوه زره دیارلسم کال کې شپږ لکه ځنګلي ښوون په اروپايي زیتون اړولي دي او له هغه وروستو د مالاکنډ، دیر او بونیر په درو کې هم تر بېلا بېلو پروژو لاندې دغه لړۍ دوام لري.

XS
SM
MD
LG