د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پښتنو قبایلي سیمې د اټلي او سپېن غوندې د زیتون فصل ورکولی شي'


د زیتون ونې
د زیتون ونې

د باجوړ ابراهيم خان هم د زيتون نږدې ۶۰ ونې لري چې پکې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې ۳۵ ونې له درېو تر څلور سوو کلوګرامه پورې حاصل ورکوي. دی زیاتوي چې دا مهال تر د پنجاب سوداګر د زيتونو دانې په ۱۳۰ روپۍ کلو او یو ليټر تېل ۱۷۵۰ سوه روپۍ اخلي.

د خيبر پښتونخوا حکومت په قبايلي ضلعو کې د زيتون ونو لګولو بهیر پیل کړی. د زراعت محکمې اسسټنټ ډايريکټر ضیالاسلام داوړ وويل چې د ډېرو څېړونو له نتيجو پس حکومت پرېکړه کړې چې د خيبرپښتونخوا په نورو ضلعو کې په عمومي او په قبايلي ضلعو کې په ځانګړې توګه د زيتونو باغونه ولګوي.

د اکتوبر پر نهمه له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه، د اټلي او سپېن ماهرینو ورته ویلي چې د باجوړ ځمکه د زیتون ونو لګولو لپاره ډېره برابره ده. دی وايي، په باجوړ کې د زیتون نږدې درې لکه ځنګلي ونو باندې یې قلمونه لګولي دي چې ډېره ښه نتيجه یې ورکړې او په دغو کې ۵۰ فيصدي ونو پيداوار شروع کړی دی. موږ دا مهال د باجوړ پر درې نيم سوه ايکړه ځمکه د اټلي او مقامي بوټو باغونه لګولي دي.

د زراعت محکمې د شميرې له مخه تر دا مهاله په ټوله خيبر پښتونخوا کې ۷۶۸ باغوانانو پر څه کم نهه نيم زره اېکړه ځمکه د زيتونو لس لکه بوټي لګولي دي. دوی اټکل کوي چې دا باغونه به تر ۲۰۲۴م کاله د يو نيمو اربو روپو پيداوار ورکوي.

د باجوړ ابراهيم خان هم د زيتون نږدې ۶۰ ونې لري چې پکې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې ۳۵ ونې له درېو تر څلور سوو کلوګرامه پورې حاصل ورکوي. دی زیاتوي چې دا مهال تر د پنجاب سوداګر د زيتونو دانې په ۱۳۰ روپۍ کلو او یو ليټر تېل ۱۷۵۰ سوه روپۍ اخلي.

په اسلام اباد کې د کرکيلې څېړنو ادارې (پاکستان ايګريکلچر ريسرچ انسټيوټ) ډايرکټر ډاکټر نصیب تاج وايي، چې حکومت د يوې پروژې له مخې تر ۲۰۲۲کال پورې په ټول پاکستان کې په ۵۰ زره ايکړه ځمکه د زيتون ونو لګولو هدف ټاکلی دی. د ده په خبره د پاکستان د بلو چستان او خيبر پښتونخوا صوبو تر څنګ په ټول پاکستان کې ۳۱ میليونه اېکړه ځمکه د زيتون ونو لګولو لپاره ډېره ښه ده. نوموړی زیاتوي دا سیمې ځکه د زيتون لګولو لپاره ښې ګڼي چې هلته د تودوښې درجه تر ۳۶ سېنټي ګرېډه پورې رسي چې وار له مخه د ميډټرينيين موسم ګڼل کېږي.

د پاکستان اګريکلچرل ريسرچ انستيوټ وايي چې تر ۲۰۲۴م کال پورې به په ټول پاکستان کې ۳۰ لکه د زيتون ونې څه د پاسه د څوارلس سوو ټنو تېلو پيداوار ورکوي چې څه کم څلور نيم اربه روپۍ ماليت به جوړېږي.

XS
SM
MD
LG