د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: سږ کال ښه ډېر زیتون شوي دي


د ننګرهار زېتون
د ننګرهار زېتون

د ننګرهار د زېتونو فابريکه چې دوه کاله وړاندې په نسبي ډول ورغول شوه، د پروسږ کال په پرتله يې حاصلات زیات شوي دي.

د ننګرهار کار رياست چارواکي وايي، چې د پروسږ کال پر تله يې سږ کال د زیتونو د اچار او تيلو تولید ښه شوی، خو بیا هم د بازار اړتیا نشي پوره کولی. دوی وايي که دولت د دغې کارخانې ماشینونه نوي کړي نو دوی به وتوانيږي چې د تېر په څير نه يوازې دا چې په ملک کې دننه اړتيا پوره کړي بلکې بهرنيو ملکونه ته به يې هم ولېږدوي.


د ننګرهار د زېتونو فابريکه چې دوه کاله وړاندې په نسبي ډول ورغول شوه، د پروسږ کال په پرتله يې حاصلات زیات شوي دي.


د ننګرهار کانال د زيتونو فابريکې امر عزت الله مياخيل وايي، سره له دې چې د تير کال پر تله د زیتونو د اچار او تيلو توليد زیات شوی خو بیا هم د بازار اړتیا نه شي پوره کولای.

د جلال اباد ښار اوسيدونکي د زيتونو د اچار او تيلو کيفيت تر بهرنيو هغو لوړ ګڼي، يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


»سږ کال زموږ تولیدات يوه اندازه ښه دی، موږ ديرش زره بوتلونه د زېتونو اچار توليد کړي، څه د پاسه پينځلس زره ليتره مو تيل توليد کړي. او نور هم پروسس روان دی. په فارمونو کې يوه اندازه ميوه موجوده ده. په راتلونکي کې به موږ يوه اندازه د بازار اړتیا پوره کوو»


زما نوم ديدار احمد مایار دی د جلال اباد ښار يو تن اوسيدونکی. »موږ د زیتونو له تيلو نه په بيلابيلو برخو کې استفاده کوو. که چيرې داسې يو خاص ميلمه راشي، هغه بيا پخلی په دې کې کوو او د دې ترڅنګ زموږ په کورنۍ کې زما نيا او نيکه چې عمرونه يې زيات دي، هغوی ترینه زیاته استفاده کوي. په جلال اباد کې بیلابيل ډولونه د زیتونو تيل خرڅيږي، خو موږ خپله د خپل وطن له توليد نه استفاده کوو، کوم چې په جلال اباد کې توليديږي»


د جلال اباد ښار دوکاندارن هم وايي د ننګرهار د زیتونونو د فابريکې د اچارو او تيلو بازار پر بهرنيو هغو ښه دی. يو تن دوکاندار مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


»زما نوم عبدالواسیع ناصري، د جلال اباد ښار مخابراتو چوک د زمزم خوراکي فروشي يو تن مسوول یم. څرنګه چې د افغانستان هر څه ښه نوم لري، خوشبختانه ریتون يې هم ښه نوم لري. متاسفانه خریدار يې زیات دی او توليد يې کم دی. نو زما له حکومت نه په خاصه توګه د ننګرهار د کانال له چارواکي څخه هيله دا ده چې دغو باغونو ته رسيدګي وکړي، زه مطمین يم چې زموږ د ننګرهار د زیتونو تولید به دومره زیات شي چې بیا به يې موږ خارج ته صادروو»

د زیتونو فابريکې امر عزت الله وايي: که دولت ماشینونه په پوره توګه ورغوي، دوی به د بازار د اړتيا د پوره کيدو تر څنګ بهرنيو هيوادونو ته هم د زيتونو د اچارو او تيلو صادرات ولري.


»دولت نه مو تقاضا دا ده چې دې فابريکې ته باید پوره پوره توجه وکړي. کومه ماشینري چې موږ سره موجوده ده ډيره زړه ده. زموږ زیاتره کار په لاس باندې دی دی. که چيرته دا فارمونه ورغول شي او بیا احیا شي، دې ته بیا موږ رسیدګي نه شوو کولای څو پورې چې موږ ښه ميکانيزه مشینري ونه لرو»

د يادولو ده چې د ننګرهار کانال د زيتونو بابريکه له نن څخه شپږ ديرش کاله پخوا د پخواني شوروي اتحاد په مرسته په فعاليت پيل کړی و چې بیا د کورنيو جنګونو پر مهال يې ماشینونه ناکار شوي وو، خو د تيرو دوه کلونو راهيسې د ايټاليا هیواد په مرسته په نسبي توګه ورغول شوه چې چارواکي يې د دولت نه د پوره رغيدو تمه لري.

XS
SM
MD
LG