د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځوانان د شنه او سمسور ږوب لپاره مبارزه کوي


د ږوب سېلیځی
د ږوب سېلیځی

پراګ ـ د ژوب د ځوانانو یوې ټولنې د شنو او سمسورو سیمو د زیاتولو لپاره په ولسي ملاتړ کار پیل کړی.

دوی د ځوانانو، مشرانو، دیني عالمانو او د چارواکو نه غوښتنه کوي چې خلک دې د چاپېریال ښې ساتنې ته متوجه کړي.

دغو ځوانانو د "اشر" په نوم د ټولنیزو رسنیو د یو ګروپ نه کار پیل کړی او اوس یې په کلیو او بانډو کې له خلکو سره لیدل کتل او هغوی ته د ځنګلونو، ځنګلي ژویو او چاپېرچل د حفاظت په اړه معلومات ورکول پیل کړي دي.

سالمین خپلواک د دغو ځوانانو مشري کوي. نوموړی پخپله د ژوب سیمې سره تعلق لري. هغه وايي، د ونو بوټو کرلو خیال څه نوی خیال نه دی، له پېړیو راهېسې زموږ مشران په خپلو مټو دا کار کوي. اوس هم هغوی ګڼي چې دا کار به په ولسي ملاتړ پر مخ ځي:

"په مختلفو کې، په مختلفو سیمو کې او په مختلفو علاقو کې موږ کمېټۍ جوړې کړي. دا کار دوه درې شیان غواړي، اول انسانان چې له تاسره ملګري وي، دویم وسایل او درېم مځکې ته اړتیا ده. چې دا درې څیزونه له تاسره وي نو ته دا کار عملي کولی شې. نو موږ به وروسته د جنوبي پښتونخوا نورو سیمو ته هم ځو خو د خپلو وسایلو مطابق مو اول وار د ژوب په درو سیمو کې، په کالجونو کې ځایونه په نخښه کړي چې موږ به دغلته ونې ـ بوټي لګوو."

سالمین خپلواک وايي، هغوی یواځې نیالګي نه کښېنوي، بلکې دا کار هم کوي چې خلک پر دې پوه کړي چې دا نیالګي بیا ساتنه هم غواړي څو لوی شي، ونې ترې جوړې شي او د خلکو په کار راشي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده. همدې صوبې مرکز اسلام اباد او نورو صوبو ته سويي ګیس هم ورکړی خو پخپله د دغه ځای خلک ورته دومره لاس رسی نه لري. خلک د سون د موادو د برابرولو لپاره مجبوره دي چې لرګي وکاروي. لرګي له ځنګلونو راځي او که خلک یې همداسې بې درېغه کاروي نو اخر به هم ځنګلونه ختم شي.

سالمین خپلواک وايي، د دې لپاره چې خلک قیمتي ونې ونه وهي، یوه متبادله لاره ورته لټول پکار دي. هغه وايي، حکومت ته یې په دې اړه یو وړاندیز هم کړی دی:

"په جنوبي پښتونخوا کې ډېرې قیمتي درختې دي، قیمتي ونې دي، خاص زه د اینځر والا یادومه، د زیتون والا او د ځڼغوزي والا. نو د دې لپاره چې خلک دا ډول قیمتي ونې ونه وهي، ما حکومتي چارواکو ته دا تجویز ورکړو چې که هغوی دلته یو کوچنی ځنګل جوړ کړي چې پکې داسې ونې وي چې خلک یې د سون لپاره کارولی شي. ځايي چارواکو زما تجویز خوښ کړی، خو ګورو به چې کله پرې عمل کوي، ځکه چې حکومتي کارونه خو نو د یو پلان له مخې مخکې ځي."

د کلا عبدالله یوه سیمه چې د سړک پر غاړه مېوې د خرڅلاو لپاره اېښودل شوي دي.
د کلا عبدالله یوه سیمه چې د سړک پر غاړه مېوې د خرڅلاو لپاره اېښودل شوي دي.

ډاکټر عبدالرازق کاکړ د بورې یا لورلای اوسیدونکی دی او په اینمیل ساینس کې یې پي اېچ ډي کړې ده. نوموړی دا مهال په متحده عربي اماراتو کې دیو شرکت سره کار کوي. هغه مشال راډیو ته وويل، د ژوب د ځوانانو هڅې د ډېرې ستاینې وړ ګڼي او مشوره به یې دغو ځوانانو او د سیمې خلکو ته دا وي چې مېوه دارې قیمتي ونې دې وکري:

"موږ باید دلته هغه ونې وکرو چې میوې کولای شي او د هغو په دنیا کې ډېر غټ ډیمانډ دی. لکه د بادامو ونې چې دي. بوری یو وخت ګرد بادام و، بیا حلکو غلطې فیصلې وکړې، دلته او هلته وغورځېدل، اوس بیرته د خلکو پام شوی او بیرته بادامو ته راروان دي. دا نمونه زموږ زیتون دي، زیتون زموږ وطن ښه کولی شي چې وکرل شي. دغسې زموږ په خوا کې اوس هم ځنګلي اینځر شته، دا نمونه ډېر بوټي دي چې کېدای شي، نومونه یې اوس زما له ذهنه ووځي خو شته چې په جنوبي پښتونخوا کې ښه حاصل ورکولی شي. دا نمونه شنې دي، دا پسته ده. شنې چې دي، د پستې جد و ابجد دي چې دلته شنې کېدای شي نو پستې هم کېدای شي."

په چمن کې ماشومانپه پټیو کې کار کوي.
په چمن کې ماشومانپه پټیو کې کار کوي.

د زرعي چارو پوهان وايي، هره ونه په هره سیمه کې حاصل نه ورکوي، ځینې ونې په مخصوصو ځایونو کې ښه وده کوي. د زرعي چارو پوه ډاکټر قاسم کاکړ وايي، د دې لپاره اسانه فارموله دا ده چې وکتل شي کومې ونې او کوم بوټي په طبعي ډول په یوه سیمه کې راشنه کېږي، نو هماغو ته دې پاملرنه وشي.

"د مختلفو علاقو لپاره مختلف کار کول غواړي. کومه مځکه چې د مال د ساتنې لپاره ده، په هغې کې د واښو تخم پاشل دي. موږ پکار ده چې ځايي بوټي ولګوو کوم چې زموږ د وطن دي او دلته ښه وده کوي او ښه حاصل هم ترې لاس ته راوړلی شو."

قران مجید کې خدای پاک یو کم شپېته وارې د درختو ذکر کړی دی. دغسې په سورت طین کې خدای پاک په اینځر او زیتون چې موږ ورته ښون وایو، قسم خوړلی دی، له دې جوتیږي چې په اسلام کې د درختو د لګولو څومره اهمیت دی.
حافظ عثمان اختر

ډاکټر قاسم کاکړ وايي، د هغوی د سیمې کروندګرو له پکار دي چې د پخوانیو دودیزو طریقو پر ځای په جدیدو طریقو زمیداري وکړي. په دې توګه به هغوی ښه حاصل لاس ته راوړی وي:

"اوس خلکو له پکار دي چې د «ایګرو فارېسټري» پر اصولو عمل وکړي. ایګرو فاریسټري دا ده چې د زراعت سره ته ځنګلي بوټي هم ولګوې. د اوبو د ویالو او د ابو د لارو پر غاړه پکار ده چې چینار، سپېدار او وله ولګوې. کوم خلک چې زرعي فارمونه لري، هغوی مالونه او څاروي ساتي نو هغوی په اسانه ټیکنالوژۍ «بایو ګیس» تیارولی شي کوم چې په کور کې د سون د موادو په توګه ډېر ښه کار ورکوي. نو د دې متبادل لپاره ایګرو فاریسټري ډېره ضروري ده، هر سړی پکار ده چې د مېوو او سبزیانو ترڅنګ دا نور بوټي هم وکري چې بیا یې وکاروي."

د ژوب ځوانان هڅه کوي، د ونو بوټو کرلو او ساتنې ته ولسي ملاتړ تر لاسه کړي. هغوی د ځايي ځوانانو، ملکانو، قامي مشرانو او دیني عالمانو سره خبرې کړي او له هغوی یې مرسته غوښتې ده. سالمین خپلواک وايي، پښتانه د مشرانو او په خاصه توګه د دیني عالمانو خبره ارو مرو اوري نو هغوی ځکه ورسره غږېدلي دي.

حافظ عثمان اختر د ژوب دیني عالم دی. هغه مشال راډیو ته وویل، ځوانانو چې د ونو بوټو د کرلو کوم بهیر پیل کړی، هغه د ډېر ثواب کار دی:

"زموږ د ژوب په سیمه کې چې ځوانانو کوم کار پیل کړی، د ونو، درختو لګولو، هغه ډېر عظیم او ښه کار دی. قران مجید کې خدای پاک، د درختو یو کم شپېته وارې ذکر کړی دی. دغسې په سورت طین کې خدای پاک په اینځر او زیتون چې موږ ورته ښون وایو، قسم خوړلی دی، له دې جوتیږي چې په اسلام کې د درختو د لګولو څومره اهمیت دی. نبي علیه سلام هم فرمایلي چې درخته د مسلمان لپاره صدقه جاریه ده، بیا له هغه څخه که یو حیوان، انسان یا مرغه ګټه واخلي، دا به د ده لپاره صدقه جاریه وي. او که په ماحول کې موږ وګورو، له بدن څخه علاوه خو د ماحول طهارت هم ضروري دی. د ماحول په طهارت کې درخته تر ګردو زیات اهمیت لري او دا کردار ادا کوي. دلته چې کومې بیمارۍ دي، ګندګي ده یا فضا کې چې خرابي ده، د دغو د طهارت واحده ذریعه او یواځينی سبب دا درخته ده چې درخته باید نوره پرې نه شي."

بوری یو وخت ګرد بادام و، بیا حلکو غلطې فیصلې وکړې، دلته او هلته وغورځېدل، اوس بیرته د خلکو پام شوی او بیرته بادامو ته راروان دي.
ډاکټر عبدالرازق کاکړ

د ژوب د ځوانانو دغه پیل کړي بهیر ته د ژوند د هرې طبقې خلک په درنښت ګوري او ورسره د ملاتړ ژمنه کوي. سلامین خپلواک وايي، که د خلکو مرسته ورسره نه وي، د هغوی هڅې پر مخ نشي تللی او مبارزه یې رنګ نه شي راوړی.

عبدالصمدکاکړ چې د ژوب اوسیدونکی دی او اوس مهال په اسلام اباد کې مېشت دی، وايي، هغه هڅه کوي چې ډونران یا بسپنه ورکوونکي پیدا کړي چې په دې ښه کار کې د ژوب د ځوانانو مرسته وکړای شي.

"زه له سالمین خان سره په رابطه کې یمه، د اشر په حواله باندې ژوب ته هم تللي وو، اوس هم په وټس اپ ګروپ کې هره ورځ سره غږېږو او په منصوبو خبرې کوو. د دغو منصوبو د پوره کولو لپاره چې کوم وسایل او ډونران پکار دي، زه د هغو د موندلو لپاره کار کوم. زه دلته په اسلام اباد کې د دوی برانډ ایمبېسېډر یم او ډونېشن ورته راټولوم."

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د بلوچستان د کرهڼې له وزیر زمرک خان اڅکزي سره هم مرکه وکړو، خو بریالي نه شو. د ژوب د ایګریکلچر یا زراعت مرستیال ډایرېکټر انور دوتاڼي د سېپټمبر پر ۲۷ مه مشال راډیو ته وویل، هغه به هڅه کوي چې له حکومتي نهال خانې یا د نرسریانو څخه نیالګي د ژوب د غو ځوانانو ته وسپاري:

"موږ ته ډیپارټمنټ خپلې درختې راکوي، بیا هغه موږ زمیدارانو ته وړیا ورکوو. ما دوی ته ویلي، چې د ګورنمنټ لخوا چې کومې درختې راځي، هغه به زه د زمیدارو پر ځای تاسو ته درکوم. زه له دوی سره یم او دا مې هم ورته ویلي وي چې کله یې هم څه ضرورت وي، ټیکنیکل سټاف، د زراعت پوهان یا داسې نور کسان یې پکار وي نو موږ ورسره هر وخت د لازمو مشورو لپاره کار ته تیار یو."

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:05 0:00

د بلوچستان صوبه د ځنګلي ژوند یا وایلډ لایف لپاره هم مشهوره ده چې پکې بېلابېل ځناور او مارغان ژوند کوي، خو د اشر تنظیم د مشر سالمین خان په وینا بې درېغه ښکار یې روان دی.

د ژوب ځوانان په دې اړه هم هلې ځلې کوي چې هم ځايي ښکاریان د قیمتي ځناورو او مارغانو له ښکاره منع کړي او هم پر حکومت فشار واچوي چې د نورو سیمو او نورو هیوادونو څخه د ښکاریانو د راتګ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG