د لاسرسي ځای

تازه خبر

جېمي فلای بیا د ازادې اروپا راډیو مشر وګمارل شو


جیمي فلی
جیمي فلی

د ازادی اروپا راډیو د ډایرېکټرانو ډلې جېمي فلای د دغه نشریاتي ادارې نوی مشر وګومارلی.

نوموړی به د فبرورۍ په ۱۶ مه خپل کار پیلوي.

جېمي فلای ویلي خوشاله دی چې په دې له چیلنجونو (ننګونو) ډک وخت کې د ازادی اروپا راډیو مشري کوي.

نوموړي زیاته کړی چې د ازادی اروپا راډیو په ټولو کارکوونکیو او خبریالانو ویاړ کوي چې د جهاني وبا د فشار او دوی ته د ورپېښو چیلنجونو باوجود خپلې صحافتي بشپړتیا او اداراتي ازادۍ ته ژمن دي.

د ازادی اروپا راډیو د بورډ اف ډایریکټرز مشر کیرن کورنبلوه ویلي دي چې هغه او ملګري یې ډېر خوشاله دي چې جېمي فلی په پراګ کې د خپلې وظیفې یوځل بیا پر مخ وړلو ته اماده شوی دی.

جېمي فلای له دې وړاندې هم د ۲۰۱۹ز کال د اګست په میاشت کې د ازادې اروپا راډیو مشر ټاکل شوی وو.

نوموړي د جرمن مارشل فنډ په ګډون له یوشمېر نړیوالو ادارو سره د سلاکار او مشر په توګه خدمتونه ترسره کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG