د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا راډیو مشر له تاجکستانه د خبریالانو لپاره ازاد فعالیت غوښتی


د ازادي راډیو عمومي مشر جیمي فلی د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د لیدنې په حال کې
د ازادي راډیو عمومي مشر جیمي فلی د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د لیدنې په حال کې

د ازادي راډیو مشر د نومبر پر اومه د تاجکستان له ولسمشر سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې د ازادي راډیو خبریالانو ته په دې هېواد کې د ازاد فعالیت اجازه ورکړي.

د ازادي راډیو عمومي مشر جیمي فلی د نومبر پر اومه د سویس په زوریخ ښار کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې وویل چې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو د ژورنالېزم لوړو اصولو ته ژمنه ده او له دې معیارونو څخه د حکومتونو او ادارو د ګواښ یا ويرولو د اقداماتو له کبله نه تېرېږي.

د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر۳۱مه د ازادي راډیو هغو ۱۸خبریالانو ته د فعالیت د جوازونو له پوره تمدیدولو ډډه وکړه چې جوازونه یې مسترد شوي وو او یا یې د اعتبار موده په لنډ وخت کې پای ته رسېدله.

د بهرنیو چارو وزارت یوازې شپږو ژورنالېستانو ته د شپږو میاشتو او یوه ته د درېیو میاشتو لپاره د فعالیت جوازونه ورکړل، خو د نورو ۱۱ تر اوسه ځنډېدلي دي.

څارونکي په دې باور دي چې د تاجکستان حکومت د خبریالانو د فعالیت له جوازه د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

په پراګ کې د ازادي راډیو د تاجیکي څانګې خبریال کیومرث عطا په دې اړه وايي:

"په تاجکستان کې دننه او بهر د ټولو رسنیو ادارې باور لري چې حکومت د کار جواز د فشار او ځپلو د یوې وسیلې په توګه کاروي، دوی په دې باور دي چې ازادي راډیو د حق ویلو او داسې راپورونو د خپرولو له کبله چې د حکومت په ګټه نه دي او یو لړ ستونزې رابرسېره کوي، له دې خنډ سره مخامخ شوې ده."

د ازادي راډیو عمومي مشر ولسمشر رحمان ته وویل، دا د منلو نه ده چې د ازادي راډیو له خبریالانو سره د مور او میرې چلند وشي او ځینو ته د لنډ وخت جواز ورکړل شي.

جیمي فلی خبرداری ورکړ چې که دا ستونزه حل نشي، نو ازادي راډیو به په تاجکستان کې د خپل فعالیت د دوام په اړه غور وکړي.

ښاغلي فلی له ولسمشر رحمانه غوښتنه وکړه چې خلکو ته د بې پرې خبرونو او راپورونو رسېدل یقیني کړي او د ازادي راډیو خبریالانو ته د ازاد فعالیت اجازه ورکړي.

د تاجکستان د قوانینو له مخې خبریالان د کار کلنی جواز ترلاسه کوي او بهرني خبریالان د جواز له لرلو پرته کار نشی کولی.

د تاجکستان جمهوري ریاست له ولسمشر رحمان سره د ازادي راډیو د عمومي رئیس له کتنې وروسته په یوه بیان کې د ښاغلي رحمان له قوله لیکلي چې وايي، په تاجکستان کې د ازادي راډیو د فعالیت د بندېدلو اوازې ناسمې دي.

بیان زیاتوي چې د ازادي راډیو اتلس ثبت شوي خبریالان په ازادۍ سره کار کوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG