د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ‌ډي اېم لانګ مارچ پر ۲۶ مارچ


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د وزیر اعظم عمران خان حکومت پرضد د يوولسو سياسي ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ وايي د راتلونکې مياشتې په ۲۶ مه نېټه به لانګ مارچ کوي.

په پنجشنبه پي ډي اېم د سېنېټ انتخاباتو په اړه د خپل لايحه عمل او حکومت پرضد د عدم اعتماد تحريک راوړلو يا نه راوړلو په ګډون نورو اقداماتو په اړه هم خپله د راتلونکې کړنلاره په ډاګه.

په اسلام اباد کې د پي ډي اېم د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ په دغه غونډه کې د مسلم ليګ (ن)مرستيالې مشرې مريم نواز په مشرۍ پلاوي، د پيپلز پارټۍ د شريک مشر بلاول بوټو زرداري په مشرۍ پلاوي، د عوامي نېشنل ګوند ميا افتخار حسېن، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی،د قامي وطن ګوند مشر افتاب شېرپاو او نورو مشرانو ګډون وکړ.

د زيارت ورځ په اسلام اباد کې د شا وخوا پنځو ساعتونو تر غونډې وروسته د شپې ناوخته خبري کانفرنس ته په خپله وينا کې د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن وويل چې د حکومت خلاف به لانګ مارچ کوي او د سېنټ انتخابات به په ګډه سره کوي. البته نوموړي په دې اړه له څه وېلو ډډه وکړه چې لانګ مارچ به څو ورځې وي.

هغه زیاته کړه له ۲۶ م مارچ نه به د لانګ مارچ قافلې له ټول ملک څخه د اسلام اباد پر لور روانېږي. په پي ډي اېم کې شامل ټول ګوندونه به د سېنټ په انتخاباتو کې د يو بل مقابله نه کوي او شريک کانديدان به دروي. د حکومت پر ضد د عدم اعتماد تحريک په راوړلو او له اسمبليو د استعفو په ورکولو به د سېنټ انتخاباتو وروسته غور کوي. د ده په وینا چې تر څو چې د سېنټ انتخابات نه وي مکمل شوي نو پر دې حتمي پريکړه نه شي کولای.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي سېنټ انتخابات به په راتلونکې مياشت کې کيږي خو الېکشن کمېشن ورله لا هم مشخصه نېټه نه ده ټاکلې.

بلخوا د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف مخکښ او بهرنېو چارو وزير شا محمود قرېشي وايي د پي ډي اېم له لانګ مارچ نه ويريږي او جمهوري عمل به روان وي. نوموړي د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ ته په وينا کې وويل د اپوزيشن ګوندونو له اسمبليو د استعفاګانو ورکولو خبره هم درواغ شوه.

ده وویل: ''هر څه په ډاګه شول. نن ټولې څېرې بې نقابه شوې. د اپوزيشن ګوندونو غړي خو نن د استعفاګانو ورکولو لپاره راغلي ول خو پته نه لګي چې په يوه شپه کې د دوی دريځ څنګه بدل شو. خو دا يو راز دی او زه يې په ډاګه کول نه غواړم.''

دا په داسې حال کې ده چې اپوزيشن ګوندونو د عمران خان حکومت ختمولو لپاره د روان کال د جنورۍ ۳۱ مه نېټه ورکړې وه او دوي ويلي و چې د حکومت ختمولو لپاره له اسمبليو د استفاګانو ورکولو په ګډون يو شمېر لارې لري. خو د پي ډي اېم وياند ميا افتخار حسېن پرون د زيارت پر ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې استعفاګانې ورکول د دوي په حق کې نه دي بلکې د ده په خبره دوي د سېنټ په انتخاباتو کې برخه هم ځکه اخلي چې د حکومت خلاف خپل پوزيشن مظبوط کړي: ''استعفا به هله ورکوو چې کله دا حکومت ختم شي او د سېنټ انتخابات و نه شي.که په استعفاګانو ورکولو سره حکومت ته سهولت ملاوېږي نو موږ دومره ساده نه يو چې استعفا به ورکړو. موږ ته ماهرينو ويلي دي چې له دې سره د سېنټ انتخاباتو مخه نشي نېول کېدای. نو موږ پريکړه کړې چې په سېنټ انتخاباتو کې به برخه اخلو. که موږ برخه نه اخلو او استعفاګانې هم ورکوو نو په پارلېمان کې به د دوي شمېر نور هم زيات شي.''

د پي ډي اېم مشر فضل الرحمان د زیارت په ورځ دا هم وويل چې د حکومت لخوا د ګېس،بجلۍ، پېټروليم او خوراک څښاک شيانو د لوړو نرخونو خلاف به دوی له ولس سره ولاړ وي. د ده په خبره د فبرورۍ پر لسمه به په اسلام اباد کې د حکومت خلاف د سرکاري ملازمينو کېدونکي احتجاج او د ژوند د هرې شعبې د خلکو له احتجاج سره به پي ډي اېم اوږه په اوږه ودريږي. هغه وويل چې د حکومت لخوا د جسټس عظمت شېخ په مشرۍ د براډ شيټ مسلې د تحقيقاتو لپاره جوړ کمېشن هم دوی ردوي.

پاکستان جمهوري تحريک د تحريک انصاف حکومت په درغليوو راغلی بولي او د استعفا غوښتنه یې کوي. خو د ټاکنو کمېشن د ۲۰۱۸ کال انتخابات شفاف اعلان کړی او حکومت د پاکستان جمهوري تحريک غوښتنې او تورونه ردوي. د پاکستان جمهوري تحريک پر پوځ هم نيوکې کوي‌ چې په سياست کې ګوتې وهي او د وزیراعظم عمران خان تر شا ولاړ دي. خو پوځ دا ردوي‌او بيا بيا یې ويلي چې په حکومتي‌چارو کې کار نه لري.

XS
SM
MD
LG