د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر بې وسه الیکشن کمېشن باور نه شو کولی: مولانا فضل الرحمن


اسلام اباد کې د الیکشن کمېشن دفتر مخې ته د پي ډي اېة احتجاج: ۲۰۲۱، ۱۹ جنورۍ
اسلام اباد کې د الیکشن کمېشن دفتر مخې ته د پي ډي اېة احتجاج: ۲۰۲۱، ۱۹ جنورۍ

د پاکستان جمهوري تحریک مشران وايي چې انتخاباتي کمیشن دې ځواب ووايي چې ولې د واکمن تحریک انصاف د بهرنيو چندو مقدمې پرېکړه نه کوي.

د اپوزيشن ايتلاف په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمیشن مخې احتجاجي جلسه وکړه. پر دې مهال د پاکستان مسلم لیګ مرستیالې مشرې مریم نواز وینا وه چې پاکستان تحریک انصاف پر نورو خلکو د غلا او درغلیو تورونه پورې کوي خو د خپلځان احتساب نه کوي. دې زیاته کړه کوم بانک اکاونټونه چې عمران خان د پاکستان له ولسه پت کړي ول، هغه ۲۳ اکاونټونه سټیټ بینک نیولي دي، او دا اکاونټونه د عمران خان په دستخطونو چلېدل، داسې نه ده چې ګواکې عمران خان ته دا نه وه معلومه، بلکې د بهرنیو چندو دا جرم یې له کسته د پاکستان له ولسه او الیکشن کمېشنه پټ کړی دی.

مریم نواز د مسل لیګ ن مرستیاله مشره د پي ډي اېم اسلام اباد احتجاج کې: ۲۰۲۱، ۱۹م جنوري
مریم نواز د مسل لیګ ن مرستیاله مشره د پي ډي اېم اسلام اباد احتجاج کې: ۲۰۲۱، ۱۹م جنوري

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د بلوچستان نیشنل ګوند اختر مينګل هم دې احتجاجي غونډې ته په خپلو ویناګانو کې له الیکشن کمېشنه د بهرنیو چندو مقدمې په اړه د زغرده پرېکړې کولو غوښتنه وکړه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل چې پاکستان ته تل ایین ماتوونکیو قوتونو زیان رسولی دی. نوموړي زیاته کړه چې، ''د ایین شپږمه ماده وايي، که یوچا ایین مات کړ، که چا ایین تر پښو لاندې کړ یا یې د ایین بې عزتي وکړه هغه غدار دی. موږ د چا غلامان نه یو، موږ له چا سره بدي نه لرو، موږ راغلي یو چې دا ملک وژغورو.''

د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن د الیکشن کمېشن مخې ته د احتجاجي جلسې برخوالو ته په خپله وینا کې وویل، تر هغو به په کراره نه کښېني چې ترڅو یې د پاکستان تحریک انصاف حکومت نه وي غورځولی. دی وايي: ''په الیکشن کمېشن کې تاسو (عمران خان) د بهرنیو چندو د مقدمې ځنډولو لپاره نږدې ۵۰ درخواستونه ورکړي دي، د نورو لپاره د زغرده انصاف غوښتنه کوئ، او خپله مقدمه مو له شپږو کلونو راروانه ده. نور د دې خلکو لپاره په واک کښې د پاته کېدو په هېڅ توګه ګنجایش نه شته. دوی درواغ ویلي دي، دوی پیسې او خپل امدن پټ ساتلی دی.

مولانا فضل الرحمن تور ولګاوه چې الیکشن کمېشن که چېرې د دوی ساتنه کوي نو بیا پر یوه بې وسه الیکشن کمېشن دوی باور نه شي کولای.

انھیں اگر تحفظ فراہم کرتا ہے تو 'ہم ایک بے بس الیکشن کمیشن پر آئندہ اعتماد نہیں کر سکیں گے۔'

خو د پاکستان تحریک انصاف پنځو وفاقي وزیرانو د جنورۍ پر ۱۷مه یوې خبري غونډې ته ویلي، دوی د بهرنیو چندو په اړه ثبوتونه الیکشن کمېشن ته ورکړي دي.

دا مقدمه د پاکستان تحریک انصاف یوه باني غړي اکبر ایس بابر په ۲۰۱۴م کال کې جوړه کړل شوې وه چې پکې نوموړي له انتخاباتي کمیشنه تحریک انصاف ته د بهرنيو هېوادونو او انفرادي کسانو له لوري د ورلېږلو چندو پلټنه غوښتې وه.

د جنورې په ۱۴مه پاکستان تحریک انصاف انتخاباتي کمیشن ته په دې اړه په خپل ځواب کې ويلي دي که چیرې په دې چندو او مالي حساب کتاب کې یوڅه تېروتنه وي نو هغه به د بهرنيو اجنټانو لخوا شوې وي او د ګوند ورسره هېڅ تعلق نشته.

اپوزيشن وايي چې که د دې مقدمې پرېکړه وشي نو د واکمن تحریک انصاف حکومت نسکورېدای شي او مشرتابه يې نااهله کېدلای شي.

په اسلام اباد کي د پاکستان جمهوري تحریک کاري کمېټۍ (سټېرینګ کمېټۍ) تر غونډې روستو د تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د مسلم لیګ ن مرستیالې مشري مریم نواز او نورو مشرانو په شریک خبري کانفرنس کي وویل چې د جنورۍ پر ۱۹مه د بهرنیو چندو قضیې (فارن فنډنګ کېس) د نه فیصله کولو پرضد د ټاکنو کمېشن مخې ته احتجاج کوي.

پولیس د پي ډي اېم لاریون امنیت ساتنې پر مهال: ۲۰۲۱، ۱۹ جنوري
پولیس د پي ډي اېم لاریون امنیت ساتنې پر مهال: ۲۰۲۱، ۱۹ جنوري

مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر ۱۸مه وویل، چې په دغه احتجاج کې به د راولپېنډۍ او اسلام اباد د حزب اختلاف د ګوندونو کارکنان ګډون کوي او د دې احتجاج لپاره یې له ټول هېواده خلک نه دي رابللي.

له بهره د غیر قانوني پیسو ترلاسه کولو په لړ کې مولانا فضل الرحمان تور ولګولو چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د خپل ګوند د مالي پانګو په نوم په ناقانونه توګه په کروړونو روپۍ ترلاسه کړې وې خو له تېرو شپږو کلونو راهسسې دا مهمه قضیه نه فیصله کیږي.

نوموړي زیاته کړه دا د پاکستان په سیاسي تاریخ کې تر ټولو لويه رسوايي (سکېنډل) ده چې مرکزي کردار یې د هېواد وزیر اعظم عمران خان دی، خو له تېرو شپږو کلونو راهیسې یې فېصله نه کیږي او د دې لامل دا دی چې کېدای شي عمران خان له ادارو سره یو ډول مفاهمت یا اېن ار او کړی وی.

مولانا فضل الرحمان د فارن فنډنګ کیس ته د "اېن ار او مور" وویل.

قومي مفاهمت یا د اېن ار ټکې د عمران خان لخوا اکثر کارول کیږي او هغه د مخالف ګوندونو احتجاجونو په رد عمل کي وايي چې دوی د درغلیو یا کرپشن په مقدمو کي له حکومته اېن ار او غواړي او هم د دې لپاره دوی د احتجاجونو له لارې پر حکومت فشار اچوي چې د دوی مشران د احتساب له عمله بچ شي.

په خبري کانفرنس کي د اسلا اباد په لور د حکومت په ضد د لانګ مارچ په اړه هم خبرې وشوي او د مسلم لیګ ن مرستیالې مشري مریم نواز وویل چې د جنورۍ د ۳۱مې نېټې وروسته به دوی په دغه اړه یو فیصله کوي او په خبري کانفرنس کي دوی په کراچۍ، راولپنډۍ او حېدر اباد کي په شریکه د نورو جلسو جلوسونو نېټې هم اعلان کړي.

د پي ډی اېم کارکنان د لاریون مهال: ۲۰۲۱، ۱۹ جنوري
د پي ډی اېم کارکنان د لاریون مهال: ۲۰۲۱، ۱۹ جنوري
د پي ډي اېم کارکنان د لاریون مهال: ۲۰۲۱، ۱۹ جنوري
د پي ډي اېم کارکنان د لاریون مهال: ۲۰۲۱، ۱۹ جنوري

XS
SM
MD
LG