د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم د ۱۹م جنورۍ احتجاج لپاره کړنلاره ټاکي


د پاکستان جمهوري تحريک مرکزي کمېټه نن غونډه کوي چې سبا د جنورۍ په ۱۹مه د انتخاباتو کمېشن مخې ته د احتجاج کړنلاره وټاکي.

د دې تحريک وياند، ميا افتخار حسېن نن مشال راډيو ته وويل چې د دې احتجاج مقصد د ټاکنو پر کمېشن فشار اچول دي چې واکمن تحريک انصاف ته له بهره ورغلیو چندو په اړه دې يوه فیصله واوروي.

د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې د تحريک انصاف يو بنسټګر او پخواني غړي، اکبر بابر خپل ګوند ته له بهره د ناقانونه پیسو ورتلو خبره کړې وه او بيا یې کېس د ټاکنو کمېشن ته وړی وو. خو د عمران خان حکومت دا تورونه رد کړي دي او پر اپوزیشن ګوندونو، پيپلز پارټي او مسلم ليګ (ن) له بهره د غيرقانوني پیسو ترلاسه کولو تور پورې کوي چې هغو یې بې بنياده بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG