د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ پوځي عدالت کې د ادریس خټک قضیې نه چلولو خواست رد کړ


د بشري حقونو فعال ادریس خټک
د بشري حقونو فعال ادریس خټک

پېښور های کورټ هغه درخواست رد کړی دی چې د بشري حقونو لپاره کارکونکي مدني فعال ادریس خټک پرضد مقدمه دې د پوځي عدالتونو پرځای په پیښور عدالت کې وچلول شي.

دوه کسیزه عدالتي بنچ چې پکې چیف جسټس قیصر رشید او جسټس سید ارشد علي شامل ول،د بشري حقونو فعال ادریس خټک په اړه یو درخواست کې پرېکړه ورکړي چې پر نوموړي د قامي سلامتۍ او ریاست په باب اته تورونه دي او په هغه کې د برتانیا استحباراتي ادارې اېم ای سیکس یوه اهلکار ته د قامي سلامتۍ او ریاست په باب رازونه سپارل هم راځي نو ځکه به دا قضیه په پوځي عدالتونو کې چلېږي.

خو د ادریس خټک وکیل او د سپریم کورټ د وکیلانو اتحادیې مشر عبدالطیف اپرېدي مشال ریډیو ته وویل چې د ده موکل نه پوځي دی او نه ورسره په لګېدلیو تورونو کې یو بل پوځي ککړ دی نو ولي یې په پوځي عدالتونو کې د کیس اورېدنه وشي. نوموړی وايي د راتلونکې کړنلارې لپاره سلامشورې کوي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر میاشت کې د پیښور های کورټ د هغه وخت مشر قاضي وقار احمد سیټ د پاکستان پوځي عدالتونه د ادریس خټک مقدمې له چلولو درولي ول او ویلي یې ول چې ادریس یو پوځي نه بلکې ولسي تن دی.

د ادریس خټک ورور اویس خټک مشال ریډو ته وویل پر ورور یې یې بې ځای تورونه لګول شوي دي او دوی له عدالته د انصاف تمه لري.

ادریس خټک د بشري حقونو یو فعال وو او په قبایلي سیمو خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې یې په زوره د ورک کړل شویو کسانو په باب پلټنې کولې. نوموړی د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې له سوابۍ (صوابۍ) سره نېږدې ورک شوی وو او اووه میاشتي پس عدالت ته حکومتی چارواکو ویلي ول چې هغه له دوی سره د پاکستان پر ضد د جاسوۍ په تور قید دي.

XS
SM
MD
LG