د لاسرسي ځای

تازه خبر

ادریس خټک دې خوشی کړل شي: ایچ ار سي پي‌


ادریس خټګ
ادریس خټګ

اسلام اباد - د پاکستان د بشري حقونو کمېشن پرون ( د مارچ پر ۱۳مه) د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د مدني فعال ادریس خټک د را خوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهره کړې.

په اسلام اباد کې د ایچ ار سي پي یو چارواکي محمد اصف پرون مشال ریډيو ته وویل د 122 ورځو راهیسې د ادریس خټک درک نشته او کورنۍ یې هم غوښتنه کوي چې پیدا دې کړل شي او که په څه غیرقانوني کار کې لاس لري نو عدالت ته دې حاضر کړل شي.

د مظاهرې ګډون والو غوښتنه وکړه چې که ادريس خټک امنيتي ځواکونو بيولی وي نو عدالت ته دې يې حاضر کړي او که یې نه وي نيولی نو بايد د هغه تښتوونکي معلوم کړي.

ادریس خټک د تېر کال د نومبر په ۱۳مه له اسلام اباده د نوښار پر لاره له موټره نامالومه کسانو له ځان سره بوتلو او له هغه وروسته غېب دی.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ د تېر کال په ډسمبر کې پر پاکستانیو چارواکو غږ وکړ چې د ادریس خټک په اړه دې مالومات په ډاګه کړي.

د پاکستان امنیتي ادارو په دې اړه لا څه نه دي ویلي. مخکې د پاکستان کورنيوو چارو وزير اعجاز شاه مشال ریډيو سره په خبره کې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ادريس خټک د بشري حقونو نړيوالو ادارو سره پر بېلابېلو پروژو کار کړی دی. نوموړي نن سبا د غېب کړل شوو کسانو د يو ليست جوړاوه. هغه له اسلام اباد د نوښار لپاره يو ګاډی کرايه کړی وو.

د خټک ورور ډاکټر اوېس خټک د موټر چلوونکي له خولې مشال راډيو ته ویلي وو چې د صوابۍ انټرچېنج سره نيزدي د پوليسو څوکۍ څخه لږ ليري په ساده جامو کې پنځه کسانو ودرول. دغو تمانچو لرونکو کسانو پر ادريس خټک او ډرايور سترګې پټې کړي او نامعلوم ځای ته یې بوتلل. وروسته یې ډرايور او ګاډي خوشي خو ادريس خټک د ځان سره وساته.

اوېس خټک زياته کړې وه چې اول بايد معلومه شي چې ورور يې کومې ادارې وړی دی. تر هغې وروسته به ورسره ګورو. کورنۍ مو له لوی درده تېريږي. موږ خپله قانوني لاره خپله کړې ده. چا سره جنګ نه شو کولای. نه پوهېږو چا ته ورشو.)

ادريس خټک د دوو لوڼو پلار دی په روس کې يې لوړې زده کړې کړې دي. هغه د نېشنل پارټۍ غړی هم دی خو له سياسته ډېر د بشري حقونو په اړه د کړي کار لپاره پېژندل کېږي.

XS
SM
MD
LG