د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاليه خټک: وزیراعظم دې زما لادرکه پلار پېدا کړي


تاليه خټک د خپل پلار ادریس خټک سره
تاليه خټک د خپل پلار ادریس خټک سره

د پاکستان بشري حقونو لادرکه شوي فعال، ادريس خټک لور د پاکستان له وزیراعظمه او بشري حقونو له وزیرې د هغه د موندنې غوښتنه کړې ده.

شل کلنې تاليه خټک چې د پوهنتون زده کوونکې ده، د مې په ۱۹مه د شپې ناوخته پر ټويټر خپره کړې ويډيو کې وويل: ((شپږ مياشتې وشوې چې خپل پلار مو نه ليدلی او نه مو د هغه غږ اورېدلی دی. داسې ورځ نه وي چې هغه دې راياد نه شي او يا دې دا سوچ ونه کړو چې دی به ښه وي او کنه. زما بابا د شکرې ناروغي لري او دوايانو ته یې ضرورت دی.))

هغې زیاته کړه: ((زما پلار يو مينه ناک او مهربانه سړی دی چې همېشه یې د خلکو مرسته کړې ده. هغه غوښتل ما او خور ته مې ښه ژوند برابر کړي خو اوس هغه زموږ له ژونده غېب کړل شوی دی. موږ عدالت او پولیسو ته لاړو خو هيڅوک څه مالومات نه راکوي. زه له وزیراعظم عمران خان، د بشري حقونو له وزیرې شيرين مزارياو بشري حقونو له ادارو څخه دا غوښتنه کوم چې زموږ د پلار په راوستلو او هغه سره په انصاف کېدو کې دې مرسته وکړي.))

د ادریس خټک د کورنۍ ترمخه، هغه د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۱۳مه له اسلام اباده په نوښار کې خپل کلي ته پر لاره وو چې د د صوابۍ سره په سپينو جامو کې ولاړو وسله والو د ځان سره بوت.

تاليه خټک د مې په شلمه مشال راډيو ته وويل چې پلار يې له اسلام اباده کورته يو ګاډی کرايه کړی وو او ډرايور يې ويلي چې د صوابۍ انټرچېنج په خوا کې د پوليسو څوکۍ سره نيزدې ۵ تمانچو لرونکو کسانو پر ادريس خټک او ډرايور سترګې پټې کړي او نامعلوم ځای ته یې بوتلل. وروسته یې ډرايور او ګاډی خوشي خو ادريس خټک د ځان سره وساته.

په عدالت کې روانه مقدمه

د خټک کورنۍ د هغه د غېبولو دعوه د پاکستان پر امنيتي ادارو کوي او په دې لړ کې یې په پېښور هايي‌کورټ‌کې کېس جمع کړی دی. د نوموړي وکيل، طارق افغان د مې په شلمه مشال راډيو ته وويل دوی د پاکستان حکومت او د اسلام اباد د پوليسو ترڅنګ له اتوو استخباراتي ادارو غوښتې چې په دې اړه دې خپل ځواب ووايي. د ده په وېنا په دوی کې دريوو ويلي‌چې ادريس خټک ورسره نشته.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن او د انساني حقونو نړيوالو ادارو هم د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې ادریس خټک راپېدا کړي

افغان زیاتوي: ((په دې کېس کې په جنورۍ کې په اخري اورېدنه کېعدالت له حکومته د خپل دريځ وړاندې کول غوښتې وو. بيا د کورونا له وجې په عدالتونو کې اورېدنې ودرېدلې. اوس د جون په لومړۍ نېټه بيا د مقدمې اورېدنې شروع کېږي. امېد مو دا دی چې د ادریس خټک درک به ولګېږي.))

شپږ پنځوس کلن ادريس خټک د بشري حقونو نړيوالو ادارو سره پر بېلابېلو پروژو کار کړی دی. خټک د نيشنل پارټۍ د خېبر پښتونخوا صوبې مشر هم پاتې شوی. د هغه د لور تاليه خټک په وېنا پلار یې نن سبا د غېب کړل شوو کسانو په اړه ریسرچ يا علمي تحقیق کاوه خو د ورپېښو ګواښونو په اړه یې کورنۍ ته څه نه ويل.

هغې د مې په شلمه مشال راډيو ته وويل: ((زما پلار به د خپلو علمي تحقیقاتي کارونو لپاره افغانستان او قبايلي سيمو ته هم تللو. ځينې کارونه یې حساس وو. نو زه فکر کوم چې هغه د خپل کار له وجې تښتول شوی دی.))

د غېب کړل شوو کسانو د موندنې کمېشن څه کړې؟

د بشري حقونو ادارو وخت په وخت په پاکستان کې د خلکو په زور غېبولو اندېښنې ښودلې دي. په دې لړ کې کارکوونکې د بخښنې نړيوال سازمان يا ايمنسټي انټرنېشنل د ۲۰۱۹ کال په کلني راپور کې ويلي چې په زور د خلکو غېبول د پاکستان د بشري حقونو پر تاريخ يو تور داغ دی. دې ادارې ويلي‌چې په ځينو ځايونو کې خلک په ښکاره د پولیسو او نورو امنيتي ادارو له خوا پورته کړل شي خو بیا يې درک نه لګي. د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن هم د مې په شپږمه له حکومته وغوښتل چې ادریس خټک پېدا کړي. د انساني حقونو يوې بلې نړيوالې ادارې، هيومن رايټس واچ د مې په څلورمه مه د ادریس خټک په اړه خپاره کړې بيان کې وويلچې د پاکستان امنيتي ادارو د هغه د موندلو لپاره سم کار نه دی کړی او بايد په دې لړ کې بيړني عملي ګامونه واخلي.

موږ د ايين ترمخه د خلکو خوندیتوب ته ژمن يو. موږ سره له ۲۲۰۰ څخه ډېر غېب کړل شوي کسان ثبت دي. په دوی کې ادریس خټک نشته.
په زور د غېب کړل شوو کسانو حکومتي کمېشن

د پاکستان پوځ په انفرادي کېسونو خبرې نه کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې وياندانو دې تورونو ته د ځواب په ورکولو سره ويلي چې په دې اړه يو حکومتي‌کمېشن کار کوي. د غېب کړل شوو کسانو په اړه د پاکستاني حکومت د تحقیقاتو دا کمېشن د عدالت په حکم جوړ شوی او دوه غړي لري. د دې کمېشن سيکریټري فريد احمد خان د مې په شلمه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی سره تر دې مهاله له ۲۲۰۰ څخه ډېر غېب کړل شوي کسان په لیست کې دي چې دوی یې د موندلو کوښښ کوي.

د فريد احمد خان په خبره د دوی په هڅو په لسګونو غېب کړل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. هغه د ادريس خټک په اړه وويل: ((موږ سره دده کېس نه دی راغلی. زموږ د کار طريقه داسې ده چې د بشري حقونو ادارې، د غېب کړل شوی تن کورنۍ يا ملګري ملتونه راته نومونه رالېږي. موږ له خپلې خوا کوم عمل تر هغې نه کوو چې بل څوک راته نوم رانه کړي. مخکې هم په دې اړه له مونږه يو کس دوو پوښتنه کړې وه خو زموږ ځواب همدا دی چې د ادریس خټک کېس موږ سره نشته. کله چې نوم راکړل شي او موږ يې د ځان سره ثبت کړو نو بيا یې په اړه له اړوندو ادارو څخه ليکلي ځوابونه غواړو.))

خو د ادریس خټک د کورنۍ وکيلان وايي په عدالت کې د روانې مقدمې کاپي ټولو سرکاري ادارو ته ځي نو ځکه بايد په زور د غېب کړل شوو کسانو د تحقیقات لپاره حکومتي کمېشن ته هم رسېدلې وي. د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې هيومن رايټس واچ د مې په څلورمه په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې وه چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سياسي کمپاينونو پر مهال په زور د خلکو په لادرکولو تنقید کړی نو هيله ده چې د ادريس خټک د موندلو لپاره لاس په کار شي. خو نه عمران خان او نه هم د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري په دې اړه تر اوسه څه غبرګون ښودلی دی. دوی دواړه، د ادريس خټک لور تاليه خټک پر ټويټر د خپلې ويډيو پېغام د خپرولو پر مهال ياد او مخاطب کړې دي.

XS
SM
MD
LG