د لاسرسي ځای

تازه خبر

اکسفام: اقتصاد ته د کورونا اړولي زیان پوره کول به یوه لسیزه وخت واخلي


د لاهور يو مزدور
د لاهور يو مزدور

د نړۍ د ۲۰ غېر حکومتي امدادي ادارو اتحاد اکسفام په خپل يو تازه راپور کې ويلي چې د کورونا وبايي صورتحال له امله په نړۍ کې په اربونو خلکو غریبي زیاته شوې او اوښتی اقتصادي زیان پوره کيدل به یوه لسیزه وخت واخلي.

د جنورۍ په ۲۵مه خپاره شوي دې راپور له مخه دې معاشي بحران تر ټولو زیاته مزدور کاره طبقه زیانمنه کړې. په پاکستان کې د مزدوران اتحادیې مشر مظفر قادري هم په دې نظر دی او وايي کورونا وایرس کاروبارونه بند کړل چې له وجې یې د خلکو مزدوري هم کمه شوه.

نوموړي د جنورۍ په ۲۶مه مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ځينو خلکو د کار د نشتوالي له امله، خودکشي هم کړې ده.

د اکسفام په راپور کې د پاکستان په اړه ویل شوي چې دا په هغو هېوادونو کې شامل دی چې کورونا وایرس پکې د مالدارو او غرېبو خلکو ترمنځ فرق لا نور زیات کړی دی.

د دې ادارې د ایشیا د څانګې د سیمه ايزې مبارزې او کمپاين منېجر مصطفی تالپور د جنورۍ په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل د تېر کال په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو له خوا خپاره شوي راپور کې څرګنده شوي چې د دې وبا له وجې د پاکستان اقتصاد ته څومره زیان رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه: ((په پاکستان کې هغو خلکو چې روزانه يې ۳۰۰ روپۍ ګټلې او شميره يې څه د پاسه يو کروړ ده دوي به نور زیات غریبنان شي او هغه درې کروړه او اته اتیا لکه خلک چې يوميه ۵۰۰ روپۍ ګټه کوي هغوي به د دې اقتصادي صورتحال له امله نور ډير غربت سره مخ کيږي.))

د هغه په وېنا “د یوې محتاطې اندازې له مخې له اتو څخه تر نهو کروړه پورې پاکستانیان به د لا ډیر غربت سره مخ کیدای شي”.

د پاکستان حکومت دا مسله درک کړې نو ځکه یې د اړو خلکو سره د مرستې لپاره څو پروګرامونه پېل کړي دي. به دې کې د احساس کفالت له لارې غریبو کورنيوو ته د نغدو پېسو ورکړه شامله ده.

په دې اړه د ساینس او ټکنالوژۍ وفاقي وزیر، فواد چوهدري د جنورۍ په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل: (( د روان کال لپاره مو د احساس پروګرام لپاره ۱۸۷ اربه روپۍ بېلې کړې دي. د حکومت دا اقدام ټولې نړۍ ستايلی دی. د دې پروګرام لپاره په صحیح توګه د حقیقي مستحقينو په فهرست او په شفافيت ډير کار شوی دی چې نړيوال بنک او نورو ادارو ستایلې دی.))

فواد چوهدري دا ادعا هم وکړه چې د حکومتي اقتصادي تګلارو له کبله په تیرو شپږو میاشتو کې د پاکستان د لويو صنعتونو په پرمختګ کې له اتو څخه تر نهو فيصده پورې زیاتوالی راغلی چې د هغه په خبره دا په تيرو دريو کالو کې تر ټولو زیاته اضافه ده.

XS
SM
MD
LG