د لاسرسي ځای

تازه خبر

چې کارخانې بندې شي، زموږ ملا ماته شي: د پېښور کاریګر


کاریګر پروېزخان وايي، د لور د داج لپاره ټولې کړې پیسې ترې ولګېدې ځکه چې د کورونا له وجې یې کارخانه بنده وه.
کاریګر پروېزخان وايي، د لور د داج لپاره ټولې کړې پیسې ترې ولګېدې ځکه چې د کورونا له وجې یې کارخانه بنده وه.

د حیات اباد په بیلابېلو کارخانو کې کارکوونکي مزدوران وايي، کورونا د هغوی ملا ماته کړې او د هغوی ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.

۵۰ کلن پرویز خان په حیات اباد کې د درملو جوړولو په یوه کارخانه کې مزدوري کوي، هغه وايي د ټولبند پر مهال چې حکومت کارخانې بندې کړې وې، د هغه په ګډون د ټولو مزدورانو ژوند ورسره اغېزمن شوی دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، په ۲۵ زره تنخا کې یې لږې لږې پیسې د خپلې لور د واده د خرڅ لپاره جمع کړې وې چې پرې لوښي او نور اوزار واخلي او د رخصتۍ پر مهال یې خپلې لور ته ورکړي خو کورونا یې مخه ونیوله. پروېز خان وايي د کورونا له وجې چې په کور کېناست نو اړ شو چې همغه سپمول شوې پیسې د کور په خرڅ ولګوي او اوس حیرانه دی چې د لور د واده پر مهال به هغې ته څه ورکوي؟

فرمان د ماربلو کارخانه کې کار کوي او وايي، د لویې کورنۍ پالنه ورپغاړه ده.
فرمان د ماربلو کارخانه کې کار کوي او وايي، د لویې کورنۍ پالنه ورپغاړه ده.

دا یواځې پروېز خان نه دی، د حیات اباد په انډسټریل سټیټ کې کارکوونکی هر کاریګر همداسې کیسه لري. کورونا سلګونه کارخانې بندې کړي او زرګونه کاریګر یې په کور کېنولي دي.

د جمرود ۲۸ کلن فرمان د ماربلو په یوه کارخانه کې کار کوي. هغه حپله کیسه داسې وکړه:

"د لاک ډاون ( ټولبند) په وخت کې مې کار بند شو، له ډېر مشکل سره مخ شوم. کله مې چې کار کولو نو ۱۸ زره روپۍ تنخا مې وه، ما به دومره پیسې ګټلې چې د کور خرچه به مې کوله، پیسې مې نه شوای بچت کولی. ما په قسطونو یو موټر سایکل اخېستی و، هغه مې په نغدو خرڅ کړو او د کور خرچه مې پرې وکړه."

په حیات اباد کې له ۴۰۰ زیاتې کارخانې اغېزمنې شوې دي.
په حیات اباد کې له ۴۰۰ زیاتې کارخانې اغېزمنې شوې دي.

فرمان وايي، د درې بچو، مور او پلار او خویندو ـ وروڼو پالنه د هغه پر غاړه ده، او اوس حیران دی چې که حکومت ورسره مرسته و نه کړي او یا د کارخانې کار یې بیرته په مستقل ډول شروع نه شي نو هغه به ګزران څنګه کوي؟

د پېښور د کارخانه لرونکو د ټولنې سېکرټري او د یوې کارخانې مالک وسیع الله وايي، یواځې په حیات اباد انډسټریل سټیټ کې ۴۲۳ کارخانې دي چې پکې خواوشا ۲۸ زره کاریګر کار کوي. په دغو کاریګرو کې ۵۰۰۰ یې مېرمنې هم دي. هغه وايي، د کورونا له وجې دا ټولې کارخانې بندې شوې وې چې اوس ورو ورو بیرته پرانېستل کېږي.

د نوموړي په وینا په دغو کارخانو کې د اورلګیتو یا ماچسو، د خوراکي تېلو، درملو، ماربلو، فرنیچرو او پلاسټیکو او ځینو نورو څیزونو کارخانې شاملې دي. نوموړی وايي، په ځینو کارخانو کې چې کار بیا پیل شوی، کارخانه دارو پکې د کورونا وایرس نه د مزدورانو د ژغورنې په خاطر په حکومتي سپارښتنو عمل کړي، مزدورانو ته یې ماسکونه ورکړي او له وایرسه د بچ کېدو مایعات یې په کارخانو کې لګولي دي. هغه وايي، که حکومت پرې ټیکسونه کم کړي نو هغوی به وتوانېږي چې مزدورانو ته پر وخت معاشونه ورکړي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې یا چیمبر اف کامرس د چارواکو په وینا کارخانې د پاکستان د اقتصاد په جوړولو کې مهمه ونډه لري او د مجموعي ملکي پیداوار یا د جي ډي پي ۲۰ فیصده برخه له کارخانو راځي.

XS
SM
MD
LG