د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: میاشت کې دننه دوه ځلي د تېلو نرخونه وختل


کراچۍ ښار کې یو پټرول پمپ
کراچۍ ښار کې یو پټرول پمپ

د پاکستان وفاقي حکومت د تېلو نرخونه بیا لوړ کړي چې بېګا د شپې له دولس بجو یې په نوي نرځ پلورل یې عملي شو.

حکومت د ډیسمبر په پنځلسمه هم د تېلو بییې لوړې کړې وې خو ولس وايي داسې پخوا چېرته نه وو شوي چې په میاشت کې دوه واره د تېلو نرخونه زیات شوي وي.

بل پلو د اقتصادي چارو شننونکي وايي، حکومت له راتلو سره سم له نړیوال مالیاتي صندوق (ای اېم اېف) څخه پورونه اخیستې دي نو ځکه اوس دا فېصلې کوي او راتلونکې وختونو کې به نوره ګراني راځي.

په اسلام آباد کې د ډېسېمبر پر یو دېرشمه مازیګر ناوخته د خزانې وزارت جاري شوي خپل یو بیان کې ویلي د تېلو د نظم ادارې اوګرا سپارښتنه وفاقي حکومت د تېلو په نرخونو کې د زیاتوالي منظوري ورکړې چې ترمخه يې د پېټرولو په نرخ کې دوې روپۍ او یو دېرش پیسې د ډیزلو په نرخ کې یوه روپۍ اتیا پیسې د لایټ ډیزلو په نرخ کې درې روپۍ پنځه نوي پېسې او د خاورو تېلو په نرخ کې درې روپۍ او شپږ دېرش پېسې د لیټر پر سر لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ډیسمبر پر پنځلسمه هم حکومت د تېلو نرخونو کې زیاتوالې کړی وو د ولس وینا ده دوی داسې کله نه وو لیدلي چې دومره ژر ژر دې د تېلو نرخونه زیاتېږي.

د دوی په خبره د دې نرخونو زیاتېدو لوجې به خوراکي توکي او د ژوند د ضرورت هر څیز ګران شي چې ورسره به د دوی په ژوند بدې اغیزي پرېوځي.

د اسلام آباد پنډۍ ترمینځ د سورلو ګاډي چلونکي یوه ډرایور نواب خان مشال راډیو ته وویل، دوی په مټې د ګاډو تېل پوره کوي ځکه چې په دومره ګرانې کې خو د کور او د بچیو ضروتونه نشي پوره کولی. نوموړي زیاتوي: (ټوله ورځ وګرځو یواځې د ګاډي تېل پوره کړو نو باید چې حکومت د تېلو نرخونه راکم کړي.)

هم دا رنګ یو بل خواريکښ سید رحمان هم د تېلو په ګرانېدو مشال راډیو ته وویل، ګراني ده او مزدوري نشته نو اوس خو به نوره ګراني جوړه شي، نو په داسې حالاتو کې به دوی څه کوي. دی زیاتوي: (د سبا لپاره زما د بچو ډوډۍ نشته.)

حاجي سید غفور چې د پنجاب په ګوجرانواله کې یوه وړه کارخانه لري مشال راډیو ته وویل، د تېلو د بییو زیاتېدو سره د دوی په کاروبار هم ډېر اثر غورځېدلې او چې اوس بیا سېوا شو نو کار به يې نور هم خراب شي دا ځکه چې ټول کاروبار یې تېلو ته اړ دی.

نوموړي وویل که ګراني همداسې زیاتېده نو ولس مجبوره ده چې سړکونو ته رراوځي. نو پکار ده چې حکومت د ولس فکر وکړي او تېل ارزانه کړي.

په اسلام آباد کې د اقصادي چارو تجزیه کار پروفېسر ډاکټرمعراج الحق مشال راډیو ته وویل حکومت دا وخت له یوشمېر اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او راتلونکي کې به دا ګراني نوره هم سېوا کېږي: (حکومت خو داعوا کوي چې اقتصاد يې پرمختګ کړی خو تاسو د عام ولس له ژونده اندازه لګولی شئ او بیا د ګرانې ته تاسو وګورئ نو دا وخت د پاکستان اقتصاد ښکېل یا نښته دی او دا ځکه چې حکومت له راتلو سره سم د نړیوال مالیاتي صندوق (ای اېم اېف) څخه قرضه اخیستې نو د دې په وجه به حکومت له نوره ګراني کول وي او دا هم وجه دا چې ګراني ورځ په ورځ سېوا کېږي.)

د ذکر ده ډیسمبر په پنځلمسه وفاقي حکومت د تېلو په نرخونو کې زیات والې کړې وو چې ترمخه يې د پېټرولو نرخ درې روپۍ د ډیزلو په نرخ کې هم درې روپۍ او دا رنګ د لایټ ډیزلو په نرخ کې پنځه نیمې روپۍ د لیټر په سر زیاتوالی شوی وو.

بل پلو وزیراعظم عمرا ن خان او وزیرانو يې بیا بیا ویلي چې د هېواد اقتصاد یې ښه نه وو پاتې شوې خو اوس د دوی د ښه اقتصادي پالیسۍ لوجې اقتصاد پرمختګ کړی خو اقتصاد د نورښه کولو لپاره دوی سختې فیصلې کوي او دا ګراني عارضي ده او ډېر ژر به پرې قابو ومومي.

XS
SM
MD
LG