د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې بیا زیاتې شوې


ډاکټران اندیښمن دي چې که چیرې بندیزونه عملي نه شي نو وایرس به لا خور شي خو حکومت وايي، نه غواړي چې خلک روزګارونه وبایلي او اقتصاد ته تاوان ورسي نو ځکه  ټولبند نه عملي کوي.
ډاکټران اندیښمن دي چې که چیرې بندیزونه عملي نه شي نو وایرس به لا خور شي خو حکومت وايي، نه غواړي چې خلک روزګارونه وبایلي او اقتصاد ته تاوان ورسي نو ځکه  ټولبند نه عملي کوي.

په پاکستان د کورونا څار مرکز ویلي چې د کورونا د رنځورانو شمېره بیا په ډېریدو ده او په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د وایرس نورې ۳،۰۹۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.


نېشنل کمانډ اپریشن سنټر په یو بیان کې ویلي چې په تیرو دوو میاشتو کې دا تر ټولو لویه شمېره ده.

په بیان کې راغلي چې په پاکستان کې د وایرس ناروغانو ټوله شمېره له پینځه لکه او ۱۰ زرو اوښتې ده او تر اوسه ترې له ۱۰ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

له وایرسه ۴۷۰،۰۰۰ کسان بیرته روغ شوي هم دي.

د جنورۍ پر ۱۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان انسټيیوټ اف میډیکل ساینسز ډاکټر فضل وهاب وویل چې په پاکستان کې لا واکسین نه شته نو د حفاظت یوازیني لاره په احتیاطي تدابیرو عمل کول دي. خو ډېر خلک یې نه عملي کوي چې ورسره وایرس لا خور شوی دی.

ډاکټران اندیښمن دي که بندیزونه عملي نه شي نو وایرس به لا خور شي خو حکومت وايي نه غواړي چې خلک روزګارونه وبایلي او اقتصاد ته تاوان ورسي نو ځکه ټولبند نه عملي کوي.

د تعلیم وفاقي وزیر د کورونا د وبا له کبله د بندو سکولونو د پرانستلو لپاره پلان اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG