د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو ته د  ۳ جي او ۴ جي انټرنیټ سهولت بحال


د ۳ او ۴ جي انټرنیت بحالولو لپاره د پخوانۍ فاټا ځوانانو بیا بیا لاریونونه او مظاهرې وکړې
د ۳ او ۴ جي انټرنیت بحالولو لپاره د پخوانۍ فاټا ځوانانو بیا بیا لاریونونه او مظاهرې وکړې

د سینیټ د انفارمیشن ټیکنالوجۍ او ټېليکمیونیکیشن قایمه کمېټۍ له سپارښتنو پس د پاکستان ټيلي کمیونیکیشن اتارټي په قبایلي ضلعو او د پاکستان په نورو سرحدي سیمو کې د ۳ جي او ۴ جي انټرنیټ سهولت بحالولو اجازه ورکړې ده خو انټرنیټ کمپینو ته یې ویلي دي چې دا به په سرحدي سیمو کې په محدوه فاصله کې بحالوي او دا باور به ورکوي چې سیګنل به یې له سرحدونو درې کلومیټره راپدېخوا کار کوي او هغه اړخ ته به نه رسي.

په سینیټ کې د سرحدي او قبایلي چارو قایمه کمیټۍ چیرمین سېنېټر تاج محمد اپریدي ویلي چې دوی د سینیټ د انفارمیشن ټیکنالوجي او ټېليکمیونیکیشن د قایمه کمیټۍ په وروستۍغونډه کې په قبایلي ضلعو کې د ۳ جي او ۴ جي انټرنیټ سهولت بحالولو غوښتنه کړې وه،او یادې کمیټۍ په دې لړ کې پاکستان ټیلي کمیو نیکیشن اتارټي ته سپارښتنې لیږلې وې.

د اکتوبر په ۱۹ نیټه پاکستان ټيلي کمیونیکیشن اتارټي یو نوټیفیشکن جاری کړی چې په هغه کې یې د ځينو شرطونو په عملي کولو سره د پاکستان په مختلفو سرحدي سیمو کې د انټرنیټ سهولت بحالو پرېکړه کړې ده.

سینیټرتاج محمد اپریدي مشال ریډيو ته وویل چې، د کورونا وایرس د وبا او تعلیمي ادارو تړل کېدو په وخت په ټول پاکستان کې زده کونکو په آن لاین کلاسونو خپل تعلیم حاصلولو خو قبایلي زده کونکي ترې محرومه ول. نو ځکه مو ټولې سرکاري ادارې په دې کانې کړې چې اوس د قبایلو لپاره دا د ۳ جي او ۴ جي انټر نیټ سهولت ډېر مهم دی. په سیمه کې امن دی او څه ستونځه نشته، خپل شرطونه، هغه که ټیکنیکل دي، کمپنۍ به یې پوره کوي او ډېر زر به په سرحدي او قبایلي سیمو کې انټرنیټ سهولت بحال شي.

دخیبر ضلعې یوه زده کونکې او فعال عبدالودود اپرېدی وایي، د انټرنیټ سهولت نه لرلو له کبله یې زده کړې نه شوای کولای، له داخلو محرومه شول، نوکریو ته خپل اسناد نه شي لېږلای، د انټرنیټ کمي له ډېرو ستونځو سره مخامخ کړي دي. نن سبا د هر انسان ضروروت دی.

پي ټي ای په خپل نوټیفیکشن کې لیکلي چې له سرحدي پولو او لاین آف کنټرول نه به په درې کلومیټره فاصله کې دننه په جدید ټیکنالوجي سره په تفتان، چمن، میرامشا، واڼه، لنډي کوتل، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر او ځینو نورو سیمو کې انټرنیټ سهولت بحالوي خو انټرنیټ ورکوونکې کمپنۍ به دا یقیني کوي چې سیګلنلې به یې تر ورکړل شوې فاصلې پورې محدوه وي او د سرحدي سیمو نه به په درې کلومیټره فاصله کې دننه کار کوي او د دې عمل منظوري به د کور ویجیلسن کمیټۍ نه هم اخلي.

چارواکي وایی په ۲۰۱۶ کې دبد امنۍ ځینو پیښو پس یې د امنیت په خاطر په قبایلي ضلعو او د پاکستان په نورو سرحدي سیمو کې د ۳ جي او ۴ جي انټرنیټ سهولت تړلی وو.

XS
SM
MD
LG