د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا له اسمبلۍ قبایلي ضلعو ته د انټرنېټ غځولو قرارداد منظور


د جمرود ځیني ځوانان زده کړو لپاره د غره څوکې ته خېژي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

د جمرود ځیني ځوانان زده کړو لپاره د غره څوکې ته خېژي

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ قبایلي ضلعو ته د انټرنیټ د غځولو په اړه یوه قرارداد منظور کړی دی.

دا قرارداد د جولای پر اوومه له شمالي وزیرستانه د اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر وړاندې کړ. د نوموړي وینا وه چې د موبایل نیټورک او انټرنیټ د نشتوالي له کبله له باجوړه تر وزیرستانه د زرګونو زده کوونکیو زده کړې اغیزمنې شوي دي. نو په دې وجه دا اسمبلۍ له صوبايي حکومته سپارښتنه کوي چې هغوی دې له وفاقي حکومته غوښتنه وکړي چې په هنګامي توګه دي د قبايلي سیمو په ګوټ ګوټ کې د موبايل نیټورک او انټرنیټ بندوبست وکړل شي.

د اسمبلۍ په غونډه کي د واکمن او مخالف ګوندونو ټولو غړیو په متفقه توګه د دې قرارداد ملاتړ وکړه او دغه پرېکړه لیک په یوه خله له اسمبلۍ منظور کړل شو.

د یادونې وړ ده چې د انټرنیټ نشتوالي له کبله وخت په وخت د قبایلي ضلعو په ګډون په بلوچستان کې هم احتجاجي مظاهری شوي دي او په اسلام اباد هاي کورټ کې په دغه اړه د یوې مقدمې اورېدنه هم روانه ده.

په صوبايي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو په اړه بله ستونزه د کورمې د ځمکې لانجې راپورته کړل شوه.

د کورمې صوبايي اسمبلۍ غړي سید میا اقبال د اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د انتظامیې او د پولیسو غفلت له وجې په کورمه کې د شاملاتي ځمکې لانجې پر سر ځايي قبیلو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وویل، د جون پر ۲۸مه په وروستۍ نښته کې لس کسان وژل شوي وو او ۳۰ ژوبل شوي وو، دغه رنګ د جون پر ۱۶مه په نښتو کې یو تن وژل شوی وو او یو ژوبل وو، او له هغه وړاندې د جون پر درېمه په نښتو کې یو تن مړ او درې ژوبل شوي وو، نو انتظامي افسران او پولیس که دې کې سنجیدګي نه ښيي نو بې ګناه خلک به داسي مري.

د کورمې صوبايي اسمبلۍ د غړي وینا وروسته د اسمبلۍ سپیکر مشتاق غني د پښتونخوا د پولیس محکمې ته امر ورکړ چې د دغه نښتو په اړه راپور دې صوبايي اسمبلۍ ته په یوه اوونۍ کې دننه وړاندې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG