د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عالمزېب مسید کتاب خرڅلاو ته ولې نه پرېښوول کېږي؟


د پېښور اسېسټنټ کمشنر تنزيل الرحمان مشال راډیو ته ومنله چې د ۳۰ او ۴۰ په شمېر کې يې کتابونه په قبضه کې اخیستي دي.
د پېښور اسېسټنټ کمشنر تنزيل الرحمان مشال راډیو ته ومنله چې د ۳۰ او ۴۰ په شمېر کې يې کتابونه په قبضه کې اخیستي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزېب مسيد د حکومت له خوا د هغه ليکل شوي کتاب د کتابونو له دوکانه په ولکه کې د اخيستو ګام د پاکستان په ايين کې د ورکړل شوې بیان ازادۍ ضد ګام بللی دی.

عالمزېب مسيد "میں ملزم نہیں مدعی ہوں" په نوم کتاب ليکلی دی چې "زه ملزم نه، مدعي يم" تر سرليک لاندې پښتو ژبې ته هم ژباړل شوی دی.

د کتاب پر لومړۍ پاڼه د خپرېدو نېټه د سږکال اکتوبر مياشت ليکل شوې ده چې کتاب کور پرنټنګ پریس چاپ کړی دی.

عالمزېب مسيد پر ۱۰۵ پاڼو مشتمل دې کتاب کې په کراچۍ کې د ځان د نيونې، د زندان د ورځو شپو، د لادرکه کسانو د ورکېدو د پیل او لاملونه، پر ولسي خلکو د تشدد، د مځکني ماينونو پر ضد د خپلو هلو ځلو، پر امنتي پوستو له عامو خلکو سره چلند او د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو پر لاملونو ليکل کړي دي.

عالمزېب مسید دا کتاب په اردو کې لیکلی خو وروسته پښتو ته هم ژباړل شوی دی
عالمزېب مسید دا کتاب په اردو کې لیکلی خو وروسته پښتو ته هم ژباړل شوی دی

عالمزېب مسيد د پښتون ژغورنې غورځنګ له بنسټګرو دی او د ۲۰۱۹جنورۍ پر ۲۱مه نېټه په کراچۍ کې د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقیب الله مسيد د لومړي تلين په غونډه کې تر وينا وروسته پوليسو نيولی وو.

پر هغه وروسته د ترهګرۍ قانون لاندې د پوځ پر ضد د وينا کولو او د خلکو راپارولو تور ولګول شو.

ترهګرۍ ضد عدالت د هغه ضمانت رد کړ خو د شاوخوا نهه مياشتو تر بند وروسته د پاکستان سپريم کورټ يې د خوشي کولو ضمانت منظور کړ.

خو د دوکان خاوند يار اکبر شینواري د نومبر پر ۲۹ مه نېټه مشال راډيو ته وويل، د نومبر پر ۲۶مه د پېښور ټاون تري اسېسټنټ کمشنر تنزيل الرحمان دوکان ته ورغلی او ورڅخه یې د عالمزېب مسيد کتاب وړی دی.

د ده په وينا، اسېسټنټ کمشنر ورته وويل چې پر دې کتاب بنديز دی او د ورسپارلو غوښتنه يې وکړه خو د شینواري په خبره، هغه له چارواکي وغوښتل چې د کتاب د بنديز په اړه رسمي حکمنامه ورښکاره کړي او د بنديز لاملونه ورته وښيې خو د ده په خبره هغه په ځواب کې وويل چې په دې اړه هيڅ سرکاري سند يا نوټيفيکېشن نلري.

تر دې وروسته دوکاندار کتابونه چارواکي ته وسپارل او د شینواري په وينا اسېسټنټ کمشنر د کتابونو وړلو پر مهال د ده دوکان ته قفل (کولپ) ورواچاوه.

د نوموړي کتاب په پېښور کې کتاب کور په نوم د کتابونو دوکان کې د خرڅلاو لپاره اېښی وو
د نوموړي کتاب په پېښور کې کتاب کور په نوم د کتابونو دوکان کې د خرڅلاو لپاره اېښی وو

په دې اړه مشال راډيو د نومبر پر ۲۹مه نېټه له اسېسټنټ کمشنر تنزيل الرحمان سره تماس ونيو او هغه دا ومنله چې د ۳۰ او ۴۰ په شمېر کې يې کتابونه په قبضه کې اخیستي دي.

نوموړي وويل چې د کتاب خپرونکې اداره له حکومت سره رجسټر نه ده نو ځکه يې دا کتابونه په سرکاري قبضه کې واخيستل.

کله چې له هغه وپوښتل چې دا کار يې دا چا امر کړی دی نو نوموړي وويل چې د لوړپوړو چارواکو له خوا يې يوه حکمنامه ترلاسه کړې وه او په هغه یې عمل وکړ.

خو چې کله مو ورڅخه پوښتنه وکړه چې په کتاب کې داسې څه ليکل شوي چې بايد په بازار کې خرڅ نشي نو هغه په ځواب کې وويل چې په دې خبر نه دی خو يوازې يې د لوړپوړو چارواکو پر حکم عمل کړی دی.

البته د دوکان د تړلو په اړه تنزيل الرحمان وويل چې دوی هغه دوکانونه تړي چې د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې پر حکومتي لارښوونو عمل نه کوي.

عالمزېب مسید د کراچۍ پولیسو په داسې توګه عدالت ته وړاندې کړی وو چې د بشري حقونو سازمانونو پرې نیوکې کړې وې
عالمزېب مسید د کراچۍ پولیسو په داسې توګه عدالت ته وړاندې کړی وو چې د بشري حقونو سازمانونو پرې نیوکې کړې وې

د ده په وينا، "کتاب کور" يې هم ځکه وتاړه چې پر لارښوونو يې عمل نه وو کړی.

د ده په ادعا د دوکان خاوند او هلته کسانو ماسکونه نه وو تړلي خو یار اکبر شینواری بیا ادعا کوي چې دوی ماسکونه تړلي ول او پر دوکان يې ليکلي دي چې هېڅوک دې بې له تمبوزکه دوکان ته نه ورننوځي.

د کتاب ليکوال عالمزېب مسيد د نومبر پر ۲۹مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د حکومت له خوا د ده کتاب په قبضه کې د اخيستلو خبر لړزولی او خفه کړی دی.

دی وايي، نه تشدد کوي او نه ټوپک لري بلکې د بیان او ليک هغه حق يې استعمال کړی چې د پاکستان په اساسي قانون کې هر وګړي ته ورکړل شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د عالمزېب مسید د خوشي کولو لپاره پراخ احتجاجونه کړي وو
پښتون ژغورنې غورځنګ د عالمزېب مسید د خوشي کولو لپاره پراخ احتجاجونه کړي وو

نوموړي زياته کړه چې په کتاب کې يې داسې خبرې ليکلې دي چې په اړه يې ټول ثبوتونه لري او که حکومت پر دې څه اعتراض لري نو بايد پرضد يې عدالت ته ولاړ شي.

مسید وويل چې په کتاب کې يې د ظلم هغه داستانونه نه دي ليکلي چې د ده په وينا، په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ضد پر مهال له خلکو سره شوي دي ځکه چې د هغو ثبوت ورسره نه وو او يوازې هغه خبرې يې ليکلي دي چې په اړه يې ثبوتونه درلودل.

عالمزېب مسيد زياته کړه چې کتاب ته په بازار کې د نه خرڅلاو په اړه حکومتي اقدام به په عدالت کې چېلنجوي.

XS
SM
MD
LG