د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستان او ازبکستان سره د اورګاډو پټلۍ غځولو پروژه لاسلیکوي


د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د خونې مسولینو د پاکستان دغه اقدام هرکلی کړی. اریشف- انځور
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د خونې مسولینو د پاکستان دغه اقدام هرکلی کړی. اریشف- انځور

پاکستان له افغانستان او ازبکستان سره د اورګاډو د شریکې لارې جوړولو پروژه لاسلیکوي.

د پاکستان د اورګاډو وفاقي وزیر اعظم سواتي د ډېسېمبر پر ۲۴مه ډان نیوز ته په مرکه کې ویلي، پر دې پروژې په ۲۰۱۸ز کال کې خبرې پیل شوې وې.

اعظم سواتی وايي، دا پروژه به د نړیوال بانک په سرپرستۍ د څلور نیمو اربو ډالرو په لګښت سر ته رسېږي.

نوموړي وویل، د روان کال له ختمېدو وړاندې به د ازبکستان یو پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړي او د یادې پروژې په اړه به مهم اعلان هم ترسره شي.

پاکستاني چارواکي وايي، له پاکستانه تر ازبکستانه به د اورګاډي په دې لاره د سوداګرۍ ترڅنګ د مساپرو د تګ راتګ لپاره هم تېزرفتاره ګاډي کارول کېږي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د خونې مسولینو د پاکستان د دغه اقدام هرکلی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG