د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي کاروباريان د غلام خان بندر له چارواکو شکايتونه لري


پر غلام خان بندر ولاړ ټرکونه
پر غلام خان بندر ولاړ ټرکونه

د خوست ښار یو شمېر کاروباریان نیوکه کوي چې په غلام خان بندر کې ځینې چارواکي د دوی د کاروبار پر وړاندې ستونزې جوړوي. دوی وايي د کرنې ریاست چارواکي ددې پر ځای چې لاس په لاس د توکو کیفیت او څرنګوالي چېک کړي، د ترکاریو او تازه میوو موټر په ساعتونوساعتونو لمر ته دروي، چې خرابیږي.

د دوی په وېنا، افغان حکومت که د یادو توکو د کیفیت د مالومولو لپاره اسانتیاوې برابروي، دوی پرې اعتراض نه لري خو تازه میوې او ترکاري باید په بندر کې ونه ځنډول شي. د جولای په څلورمه، د خان بادشاه په نوم د ترکاریو او میوو یو کاروباري مشال راډیو ته وویل: ((دلته ګمرک او نورې ادارې شته. دا دې کیفیت وګوري. که خراب وي، ودې غورځوي. که ښه کیفیت لري نو ترکارۍ او میوې دې نه ځنډنۍ کوي ځکه په لږ وخت کې خرابیږي.))

د عبدالله په نوم د ترکاریو یو بل کاروباري هم وايي، د کرنې ریاست دوی ته هسې پلمې کوي. هغه د جولای په څلورمه مشال راډيو ته وویل: ((زموږ سبزیانې او میوې که لمر ته ولاړې پاتې شي او کار يې زر خلاص نه شي نو خرابېږي.))

د کرنې ریاست مسوولین بیا د تازه میوو او ترکاریو د کاروباریانو یادې نیوکې پر ځای نه بولي. د خوست د کرنې ریس حفیظ الله شاه نوري د جولای په څلورمه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د غلام خان په لاره له ترکاریو او سبزیو پرته نور خوراکي توکي هم راځي خو هغوی سرټفیکټ لري چې د دوی په ریاست کې يې کاپۍ موجودې دي.

د خوست ښار
د خوست ښار

دی وايي: ((د قانون په چوکاټ کې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول مو دنده ده خو نه شو کولی یو کس ته د بې اسنادو مالونو د واردولو اجازه ورکړو او له بل بیا د مالونو د کیفیت او اړنیو ځانګړنو اسناد وغواړو.))

بل لوري ته د خوست د سواګرۍ او صنایعو خونې رئیس نواب امیرزی د کرنې رئیس دا څرګندونې ناسمې ګڼي او وايي، چې یاد ریاست په غلام خان بندر کې د مامور له یو میز او چوکۍ پرته د توکو د کیفیت د مالومولو لپاره هیڅ ډول امکانات نه دي تیار کړي. دی زیاتوي د غلام خان د لارې په پرانیستلو سره نرخونه ټیټ شول، خو هلته د ځینو کسانو لخوا پلان شوي مزاحمتونه رامنځته شوي، چې ممکن ددې لارې سوداګري او کاروبار پیکه کړي.

یاده دې وي، د جون په ۲۲مه د خوست پر غلام خان بندر د پاکستان او افغانستان دواړو لورو ته د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د موسمي ترکاریو او میوو د لېږد په موخه د ګاډو تګ راتګ پیل شو. یادې لارې د څه مودې لپاره د کورنا وایرس د وبا له کبله تړل شوې وې.

پر غلام خان بندر د ګاډو تګ راتګ پیل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:35 0:00

XS
SM
MD
LG