د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سوداګر: هيله ده د واهګه پرانیستل لنډمهاله نه وي


واهګه پوله
واهګه پوله

افغان سوداګر د واهګې لارې پرانیستو ته خوشحاله دي. دوی هيله لري چې تجارت به له سياسته ليری ساتل کېږي او دا لار به د اوږد مهال لپاره خلاصه پاتې شي.

ټاکل شوې چې سبا د جولای په پينځلسمه نېټه پاکستان هندوستان ته د افغان سوداګریزو توکو د برامدولو لپاره د واهګې بندر پرانېزي. د پاکستان دې پرېکړې ته افغان سوداګر خوشحاله دي او وايي چې د دې لارې په پرانیستو سره به دوی وکولای شي چې خپل مالونه په اسانه او ارزانهد هندوستان مارکېټونو ته ورسوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په دیارلسمه نېټه په یوه بیان کې ویلي چې دا لار د افغان حکومت په غوښتن پرانيزي. دا پوله له څه مودې راهیسې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه تړل شوې وه.

د واهګه لار هند ته د افغان مالونو وړلو تر ټولو نيزدې لاره ده. هيله مو دا ده چې دا لار بيا بنده نه شي او د پاکستان، افغانستان او هند سياسي اړيکې پرې اثر پرينباسي.
د ننګرهار سوداګر

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې ویاند شاکرالله ساپي د جولای په ۱۴مه مشال راډيو ته وویل په دې سره به افغان سوداګر وکولای شي چې په اسانه ارزانه او کم وخت کې خپل تولیدات د هندوستان مارکېټونو ته وروسوي. (( زموږ ټوله هڅه همدا وه چې له پاکستان سره دې موافقې ته ورسېږو چې واهګه بندر د افغاني سوداګریزو توکو پر مخ خلاص کړي. اوس هم هغه مالونه چې د واهګه له لارې هندوستان ته داخلېدل، په تورخم کې ولاړ دي. موږ په همدې انتظار وو چې دغه لارۍ حرکت وکړي. دې لارې سره هندوستان ته د افغاني اموال لېږد د نورو لارو په نسبت ډېر اقتصادي تمامېږي.))

د افغانستان او هند سره د پاکستان خرابو اړيکو ځيني سوداګر اندېښمن کړی چې ښايي‌دا لار تر ډېره پور پرانیستې پاتې نه شي. د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د بورډ غړي ډاکټر مخلص د جولای په ۱۴مه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل هيله ده چې د واهګې پولې پرانیسته لنډ مهاله نه وي او سياسي اړیکې پرې اغېز ونه لري. ((کله کله موږ ګورو چې داسې اقدامات د لنډې مودې لپاره وي یا ژمنې عملي کېږي نه. دا لار نسبت دې ته چې موږ د کراچۍ بندر له لارې خپل مالونه هند ته يوسو، لنډه ده.))

د واهګه لار به له هندوستانه افغانستان ته د مالونو د وړلو لپاره د پخوا په شان بنده پاتې وي. دا مهال افغانستان او هند د الوتکو له لارې د يو بل سره تجارت کوي چې د اقتصادي چارو د کارپوهانو په وېنا ډېر قيمته تمامېږي.

د اقتصادي چارو پوه تاج محمد تکمین په دې اړه مشال راډيو سرهد جولای په ۱۳مه د خبرو په وخت وويل چې د واهګه لارې پرانيستل د پاکستان، افغانستان او هند دريواړو لپاره د تجارت نوې موقعې برابروي.

پاکستان له افغانستان سره د روان کال د مارچ په نیمايي کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه افغانستان سره ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وي خو د جون په شپاړسمه نېټه پاکستان پر تورخم سربېره د چمن او غلام خان لارې پرانستې. د جولايي په یوولسمه نېټه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړې استازي محمد صادق د جنوبي وزیرستان د انګورو اډې د لارې پرانیستو اعلان وکړاو د جولای په دولسمه نېټه يې د کورمۍ خرلاڅۍ لار پرانیستو خبر هم ورکړ.

XS
SM
MD
LG