د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان – افغانستان ترمنځ پر بادیني د سوداګرۍ نوی ټرمینل پرانستل شو


د بلوچستان اعلاوزیر جام کمال ته د بادیني ټرمینل تصویر ډالۍ کېږي: ۲۰۲۰، ۱۶ سپټمبر
د بلوچستان اعلاوزیر جام کمال ته د بادیني ټرمینل تصویر ډالۍ کېږي: ۲۰۲۰، ۱۶ سپټمبر

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان ویلي دي چې په بادیني کې د پاکستان - افغانستان ترمنځ د نوي تجارتي ټرمینل پرانست غونډې ته په وینا کې وویل چې له دې څخه به نه یوازې د دواړو ملکونو ترمنځ سوداګري وده ومومي بلکې په زیات شمېر کې به د دې سیمې خلکو ته د کار روزګار موقع برابرې شي.

نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان سوداګر دې له افغان سوداګرو سره خپلې اړیکې نوري هم ټینګې کړي بلکې د ولس پام دې هم د سوداګرۍ لوري ته راواړوي چې له نوي ټرمینله ګټه پورته کړي.

د پاکستاني پوځ د سدرن کمانډ مشر لفټیننټ جنرل وسیم اشرف د پرانست غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې وویل چې د بادیني تجارتي ټرمیینل څخه به په سمیه کې سوکالي او خوشالي راشي.

د بلوچستان سوداګرو د پاکستان-افغانستان ترمنځ د نوي تجارتي ټرمینل پرانستو هرکلی کړی دی. د دوی په وینا چې له دې سره به په لکونو خلکو ته روزګار ملاو شي. د کوټي سوداګرو ټولنې مرستیال مشر اختر کاکړ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، پکار ده چې د پاکستان وفاقي حکومت د بلوچستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره نورې لارې هم وازې کړي چې د دواړو هېوادونو ولسونه ترې ګټه پورته کړي. نوموړي وویل حکومت باید له افغانستان او ایران سره د بلوچستان څه نا څه ۱۲۰۰ کلومیټره پوله کې نورې تجارتي لارې هم پرانیزي. د ده په خبر له افغانستان سره د بلوچستان قمرالدین کارېز، توبه کاکړي، توبه اڅکزي، ګلستان، نوشکي او پر دالبندین له ایران سره نوې تجارتي لارې خلاصې شي نو د دې صوبې ولس ته به لویه ګټه ورسېږي. د دې صوبې ابادي ډېره لږ ده که تجارتي دروازې ورته خلاصې شوې نو دلته به ډېر ژر ترقي راسي.

اختر کاکړ زیاتوي چې د بادیني ټرمینل د ډېری سوداګرو لپاره د سیند صوبې له صنعتي مرکز کراچۍ څخه یا د پنجاب صوبې له تجارتي مرکز راجنپور تر کابله د تورخم په پرتله ۴۰۰ کلومیټره لنډ پرېوزي.

د بادیني ټرمینل ارزښت

د بلوچستان سوداګرۍ خونې پخوانی مشر دارو خان اڅکزی وايي، د بادیني ټرمینل له لارې د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري ده چې د پاکستان او افغانستان دولتونه له دې بندر سره تړلي ټول سړکونه پاخه کړي او لارې وغځوي. نوموړی زیاتوي چې د بادیني ټرمینل باید صفري نقطې ته وغځول شي.

دارو خان وايي، د افغانستان غاړې ته قلات، شاجوۍ، مقر سیمې سړکونه پخول او غځول غواړي. دی زیاتوي، د بادیني له لارې د پنجاب صنعتي پیداوار کابل ته د نورو لارو په پرتله لنډ پرېوځي. او له دې سره سره د قلات سیمې بادام چې ډېر ښه نوم لري او نورې وچې مېوې دې له دې لارې بلوچستان او د پاکستان نورو سیمو ته زغرده رسېدای شي. خو دارو خان اڅکزی وايي، د پنجاب لپاره افغانستان ته تر ټولو لنډه لار قمرالدین کارېز پرېوزي نو پکار ده چې هلته سوداګریز ټرمینل جوړ کړل شي.

د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې کلا سیف الله په بادیني کې د پاکستان – افغانستان ترمنځ نوی تجارتي ټرمینل د شپږ اربو روپیو په لګښت جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG