د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت وايي، د دوو خبریالانو "الیاس داعي او ملالې میوند" قاتلان یې نیولي


 ملاله ميوند
ملاله ميوند

افغان چارواکي وايي، چې د دوو خبریالانو الیاس داعي او ملالې میوند قاتلان یې نیولي دي.

په جلال اباد کې د ملالې میوند له وژل کېدو څو ساعته وروسته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل، چې د انعکاس راډیو تېلېوېژن د خبریالې قاتلان یې نیولي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د دغه خبر د تایید ترڅنګ وویل، چې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په قتل کې د لاس لرلو په تور یې یو تن نیولی دی.

داعي یوه میاشت وړاندې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د هغه مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو چې د ده په موټر پورې نښلول شوی و.

د ننګرهار والي امرخېل مشال راډیو ته وویل، د ملالې میوند د قتل په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.

امرخېل زیاته کړه، دا کسان د ملي امنیت له لوري نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

امرخېل وايي، دا کسان د ملي امنیت له لوري نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی.
امرخېل وايي، دا کسان د ملي امنیت له لوري نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی.

هغه زياتوي: "له ښه مرغه دوه تنه قاتلان ونیول شول او په لومړنیو پلټنو کې یې اقرار کړی خو نور لټون روان دی چې که نور کسان یا ډلې په دې قضیه کې لاس ولري، ونیول شي."

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق ارین هم تایید کړه، چې د ملالې میوند قاتلان تېر ماښام د جلال اباد ښار په درېمه ناحیه کې ونیول شول.

د ارین په وینا له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې – ګروېږنې روانې دي او د اقرار ويډیو به یې خپره شي.

پر ملالې میوند د برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

د کورنیو چارو وزارت ويندوى وايي یو طالب، چې په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په قتل کې یې مستقیم لاس درلود، نیول شوی او پر خپل جنایت یې اعتراف کړی دی.

هغه زياتوي: "د الیاس داعي قاتل مو ونیوه، هغه په خپل اعتراف کې ویلي، چې دا کار یې کړی،ده د خپلو همکارانو نومونه هم ښودلي او موږ هڅه کوو چې د دې شبکې ټول غړي ونیسو."

تر دې وړاندې هم چارواکو د الیاس داعي د یوه قاتل د نیول کېدو ادعا کړې وه، خو څرګنده نه ده چې دا کس چې ښاغلی ارین یې یادونه کوي هماغه تورن دی او که بل څوک.

همداراز د ولسمشر غني یوه ویندوی دواخان مینه پال څو ورځې وړاندې ویلي و، هغه شبکه چې د الیاس داعي په قتل کې یې لاس درلود پېژندل شوې او غړي به یې ژر ونیول شي.

د ملالې میوند له وژل کېدو سره په روان کال کې په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۰ ته ورسېد.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د معلوماتو پر اساس له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پورې په افغانستان کې ۹۳ ژورنالیستان وژل شوي او افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو له درو تر ټولو خطرناکو هېوادونو ځنې دی.

د افغانستان په ختیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې ريیس شېرشاه همدرد وايي، ملاله میوند یوازې د راډیو تلویزیون خبریاله او ویانده نه وه بلکې یوه مدني فعاله هم وه چې تل به یې د ښځو د حقونو دفاع کوله.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG