د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځینو هېوادونو کې د کورونا وایرس وبا مهال ګڼ خبریالان زندانیان شوي: سي پي جې


سي پي جې وايي، زياتره ګرفتاريانې په چين، ترکيې، مصر او سعودي عرب کې شوي دي.
سي پي جې وايي، زياتره ګرفتاريانې په چين، ترکيې، مصر او سعودي عرب کې شوي دي.

د خبريالانو ژغورنې کمېټۍ (سي پي جې) ويلي دي سږ کال ځینو حکومتونو په بې ساري ډول ګڼ خبريالان ځکه زندانونو ته لېږلي چې د کورونا وايرس وبا او د ولسي ناکراريو خبرونه خپره نشي.

سي پي جې د ډېسېمبر پر ۱۵مه په خپل يوه راپور کې ويلي د مختلفو هېوادونو حکومتونو د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې شاوخوا ۲۷۴ خبريالان زندانونو ته اچولي دي.

د کمېټۍ په وينا دا شمېر پروسږ کال شاوخوا ۲۵۰ وو.

په راپور کې ويل شوي له ۱۹۹۰ز کال راهيسې سي پي جې دا شمېرې جمع کوي او په تېرو شاوخوا درېو لسيزو کې دا په يو کال کې د زنداني خبريالانو تر ټولو لوی شمېر دی.


سي پي جې وايي، حکومتونه د خبريالانو ګرفتارولو له لارې کوښښ کوي چې د کووېډ-۱۹ په اړه د خبرونو خپرېدو مخه ونيسي.

د سي پي جې مشر جويل سايمن په بيان کې ويلي، د حيرانتيا وړ خبره ده چې د نړيوالې وبا پر وخت په رېکارډ شمېر کې خبريالان په بند کې ويني.

په راپور کې ويل شوې زياتره ګرفتاريانې په چين، ترکيې، مصر او سعودي عرب کې شوي دي.

د سي پي جې د زنداني خبریالانو په شمېر هغه ژورنالېسټان نه دي شامل چې د ۲۰۲۰ز کال پر مهال ګرفتار، بندیان او بیا خوشې شوي.

رپورټ وايي، داسې خبریالان شته چې اوس هم ورباندې بېلا بېل تورونه دي او قضیې یې په عدالتونو کې روانې دي.

د خبریالانو ژغورنې کمېټۍ په خپل رپورټ کې زیاته کړې چې سږ کال د دوی د هڅو په نتیجه کې د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې ۷۵ بندي خبریالان خوشې شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG