د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلو کې د پولیس نظام په وړاندې څه ستونزې دي؟


د خېبر پښتونخوا د نورو ضلعو په څېر پولیس به قبایلو ته هم غځول کیږي
د خېبر پښتونخوا د نورو ضلعو په څېر پولیس به قبایلو ته هم غځول کیږي

پراګ ـ د ۲۰۱۸م په مۍ کې قبایل پر پښتونخوا ورګډ کړل شولد دې سره جوښت حکومت هغو ضلعو ته د پولیس نظام د غځولو ژمنه وکړه خو تر یو نیم کال تېریدو وروسته لا هم هغه ضلعو ته په مکمله توګه نه دي ورغلي.

له مرجر وړاندې په قبایلي ضلعو چې هغه وخت ایجنسۍ بلل کیدې د امنیت چارې لیویز او خاصه دارو مخته وړلې. له باجوړه د قامي اسمبلی غړی او د تحریک انصاف سیاستوال ګل ظفر وایي، په قبایلو کې خاصه دار او لویز ختم کړل شوي خو پولیس لا په مکمله توګه نه دي ورغلي چې له امله یې یو ډول تشه رامنځته شوې ده.

موږ پر لیوي فی الحال د پولیس کار چلوو. زه ډي پي او راغلی یم خو زما سره ډېره کمه عمله راغلې ده. تاڼداران او ایس ایچ اوز ټول لویز دي د هغوی د پولیسو غوندې روزنه نه ده شوی نو ځکه مشکیلات دي
پیرشهاب علي شا

د همدې ضلعې د پولیسو مشر پيرشهاب علي شا هم د دې سره اتفاق کوي. هغه وایي، هرې قبایلي ضلعې ته یو خو کم پولیس ورکړل شوي او بل لیویز او خاصه دارو ته د پولیسو په شان تربیت ورکولو کې هم د مشکیلاتو سره مخامخ دي.

"موږ پر لیوي فی الحال د پولیس کار چلوو. زه ډي پي او (ضلعي پولیس مشر) راغلی یم خو زما سره ډېره کمه عمله راغلې ده. موږ ته عدالت ۳۹ کسان د دې لپاره راکړي چې د تفتیش طریقه ورته وښایو خو هغوی (ضلعې انتظامیې) ویل چې موږ ورله پخپله روزنه کوو. پوره پولیس نه دي راغلي. ماسره ایس ایچ اوز او تاڼیداران هم هغه لیوي والا دي دوی مخکې له تحصیلدار سره کار کړی دی، د دوی د پولیس والاو تجربه نشته، مخکې خو اسانه وه، ساده رپورټ لیکل و، هغه پولیټیکل اېجنټ یا اې پي اې ته ښودل و، پولیس نظام کې خو رپورټ عدالت ته ښودل دي، نو ځکه مشکیلات دي."

په قبایلو کې د پولیسو کار پوځ په لاس کې اخیستی دی. پوځ د پولیس کار کوي، مرګ ژوبله ترې کیږي، بې ګناه خلک ترې مري، چې پوځ د پولیسو کار پریښې نه وي نو د پولیس نظام ته لار نه هواریږي
محسن داوړ

قبایل پر پښتونخوا د ورګډولو وروسته د تحریک انصاف په مشرۍ صوبایي حکومت ویلي چې پنځه کلونو کې به د صوبې ټول قوانین هلته عملي کوي خو پېښور هایکورټ سږ کال په جنورۍ کې پښتونخوا حکومت ته امر وکړی چې قبایلو ته په شپږو میاشتو کې دننه عدالتي نظام وغځوي. د عدالتي نظام لپاره د پولیسو شتون هم مهم وي.

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړپولیس د امنیت لپاره ضروري ګڼي. هغه وایي په قبایلو کې پوځ د پولیسو کار کوي نو ځکه د یو نیم کال تر تېریدو وروسته هم په قبایلو کې پولیس نظام په مکمله توګه نافذ نشو.

"په قبایلو کې د پولیسو کار پوځ په لاس کې اخیستی دی. د پوځ روزنه د سرحد ساتنې لپاره شوې، د پولیسو بېله روزنه شوې. دلته پوځ د پولیس کار کوي نو ځکه پکې وخت په وخت بدرنګي پیدا کیږي، مرګ ژوبله ترې کیږي، بې ګناه خلک ترې مري، چې پوځ د پولیسو کار پریښې نه وي نو د پولیس نظام ته لار نه هواریږي."

۲۸زره خاصه دار او لویز مو په پولیسو کې ګډ کړل. شپږ زره نور پولیسو د برتي کولو اعلان مو کړی، تاڼې مو هم جوړې کړې. ډېر زر په پولیس نظام په مکمله توګه په قبایلو کې نافذ شي
اجمل وزیر

خو د قبایلي ضلعو لپاره د پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار اجمل وزیر ددې سره اتفاق نه کوي چې ګنې د پوځي سرتیرو شتون د پولیس نظام په لار کې خنډ دی. نوموړي د نومبر پر اوومه مشال رېډیو ته وویل خاصه دار او لیویز پر پولیسو ورګډول، د هغوی روزنه او د دې لپاره قانون سازۍ کولو لپاره وخت ته اړتیا وه. هغه وایې له مشکلو مرحلو تېر شوي او زر تر زره په مکمله توګه پولیس نظام قبایلو ته وغځوي.

"اول کار موږ ۲۸زره خاصه دار او لویز مو په پولیسو کې ګډ کړل. شپږ زره نور پولیسو د برتي کولو اعلان مو کړی، تاڼې مو هم جوړې کړې. ډېر زر په پولیس نظام په مکمله توګه په قبایلو کې نافذ شي."

په قبایلو کې د بدامنۍ پر ضد له ۲۰۰۸ کال وروسته پوځ یو شمېر عملیات کړي او دغه سیمې یې له بدامنۍ پاکې اعلان کړي خو په ورستیو کې په هغو ضلعو کې د بدامنۍ، تښتونې، ګواښونو، قلنګ اخیستنې او هدفي وژنو یو شمېر پېښې مخې ته راغلي. د اپوزیشن ترڅنګ د واکمن تحریک انصاف سیاستوال او قامي مشران دا پېښې له مرجر وروسته هلته پیدا شوې قانوني خلا او د پولیس نظام نشتوالی ګڼي.

XS
SM
MD
LG