د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ولې بریدونه زیات شوي؟


په کوټه کې مخکې هم بریدونه او چاودنې شوې دي
په کوټه کې مخکې هم بریدونه او چاودنې شوې دي

پراګ - په کوټه کې د جولای پر۳۰مه د تحریک طالبان پاکستان په بمي برید کې لږ تر لږه پېنځه تنه وژل شوي او تر۳۰ زیات ژوبل شول.

په وژلیو کې دوه پولیس هم شامل دي.

په وروستیو کې په کوټه او د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې یو شمېر وسله وال بریدونه شوي چې پکې د امنیتي سرتېرو ترڅنګ ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا چې په بلوچستان کې د ترهګرو بریدنو ډېر کېدو تر شاه ممکنه عوامل څه دي؟

د سیمه يیزو چارو پوه او خبریال رحیم الله یوسفزي د جولای پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، تر پوځي عملیاتو وروسته ځینې وسله وال له خېبر پښتونخوا او قبایلو څخه بلوچستان ته منتقل شوي او هلته فعالیتونه کوي.

ده وویل: "بله دا ده چې اوس [په بلوچستان کې] هم [ځینو خلکو] په مذهبي سختدریځو ډلو لکه سپاه صحابه، لشکرجنګوي او لشکرجنګوي العالمي کې شاملېدل پیل کړي. دا ډلې د شیعه ګانو خلاف فعالیتونه کوي. دوی زیاتره پر هزاره ګانو بریدونه کوي او نورې ترهګرې کارروایانې هم کوي. همداراز بلوڅ بېلتونپاله وسله والې ډلې، تحریک طالبان پاکستان او داعش هم په بلوچستان کې فعال دي. نو ځکه په بلوچستان کې بریدونه زیات شوي دي."

رحیم الله یوسفزي زیاته کړه چې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره د ترهګرۍ ضد قامي پلان یا نیشنل ایکشن پلان عملي کول ډېر مهم دي.

دا پلان پخواني حکومت د ۲۰۱۴ز کال په ډېسېمبر کې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول تر وسله وال برید وروسته جوړ کړی وو.

بلوڅ بېلتونپاله وسله والې ډلې، تحریک طالبان پاکستان او داعش هم په بلوچستان کې فعال دي.
رحیم الله یوسفزی

خو په اسلام اباد کې د سولې د مطالعاتي مرکز مشر عامر رانا وايي، په دې پلان کم عمل شوی دی:

"نیشنل اېکشن پلان عملاً په نظر نه راځي، تر اوسه خو پولیس، امنیتي او استخباراتي ادارې په بېلا بېلو سیمو کې له یو بل سره په همکارۍ د ترهګرۍ ضد اقدامات کوي. اوس دغه څومره بریالي دي پر هغې هم بحث کېدای شي خو موږ دا نشو ویلی چې په قامي کچه د ترهګرۍ ختمولو لپاره د مربوطو کارروايانو په لړ کې له نیشنل اېکشن پلانه ګټه اخیستل کېږي."

بلخوا د دفاعي چارو پوه او د پوځ پخوانی برېګېډییر سعد محمد خان وايي، پکار ده چې په بلوچستان کې د امینت ټینګولو لپاره قانون پلي کوونکې ادارې او صوبايي حکومت مضبوط شي:

"د بلوچستان مخصوص حالات دي، هلته په هر ځای کې پولیس نشته. اې او بي ایریا (سیمې) پکې دي چې تقریباً ۹۰ فیصده یې بي ایریا ده چې پکې خاصه دار او لیوي ځواک د امنیت چارې تر سره کوي. خو دوی د دې لپاره پوره روزنه او استعداد نه لري.. د بلوچستان صوبايي حکومت هم اکثر کمزوری وي، پکار ده چې دا مضبوط شي او پوره واک اختیار ورکړل شي."

سعد محمد خان زیاتوي چې له ناراضه بلوڅ ډلو سره د جوړ جاړي خبرو اترو او د نیشنل ایکشن پلان عملي کولو لپاره هم په بلوچستان کې یو مستحکم سیاسي حکومت ضروري دی.

بلخوا د بلوچستان وزیر اعلا جام میر کمال خان په تازه بریدونو خواشیني ښودلې او د په دې کې یې د ککړو کسانو د لټون او نیولو امر یې کړی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG