د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید شپږم تلین غونډه وشوه


پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید شپږم تلین غونډه وشوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې د وژلیو او ژوبلو د کورنیو غړو د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ښار کې شپږم تلین ولمانځه چې ورته د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان هم ورغلي ول. د پېښور د ارکایېوز تالار منتظمانو د هال دننه د غونډې اجازه ورنکړه چې له وجې یې هغوی پر سړک احتجاجي غونډه پیل کړه. وروسته منتظمانو ورته هال ته د ننوتو اجازه ورکړه نو هغوی هلته ولاړل. د تالار یوه منتظم د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا تالار د ارمي پبلک سکول برید د ښکار شویو لپاره دی او پکې بل چا ته د غونډو اجازه نشته. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ښوونځي په برید کې د زده کوونکو او استادانو په ګډون ۱۴۴ کسان وژل شوي ول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې د زړه ناروغیو روغتون پرانیستو پر مهال وویل، پر ښوونځي برید د پاکستان ولس د ترهګرۍ ضد متحد کړ. ده زیاته کړه چې د برید ښکار شویو کورنیو په غم ورشریک دی. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG