د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسيا ترمنځ سوداګرۍ اسانولو لپاره تړون کېږي


د تورخم لار
د تورخم لار

افغان چارواکي‌ وايي پر داسې يوه تړون کار کوي چې په لاسليکولو سره به یې د پاکستان او مرکزي اسيا هېوادونو سره سوداګري اسانه او پراخه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي د دیسمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې د دې لپاره د ټولو خواوو د خوښې يوې لوظنامې پر تيارولو بوخت دي.

دی وايي: ''د پاکستان او مرکزي اسيا له هېوادونو سره د تجارت ښه کولو لپاره د اپټا په نامه په يو تړون کار کوو. دا تړون له مخکې موجود دی خو اوس یې نور پسې پراخوو او يوی نوی شکل ورکوو. په دې سره به هغه مشکلات حل شي چې د دواړو خواوو چارواکو پرې په مسلسل ډول خبرې کړې دي. زموږ د تجارت وزیر صاحب تېره میاشت اسلام اباد ته تللی وو. په دې اړه یې خبرې وکړي. په نيزدي راتلونکې کې په اسلام اباد کې د دې خبرو اتمه غونډه کېږي چې هر څه به پکې نهايي‌شي.''

د سيمه ييزې پانګونې فنډ

د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد د نومبر په میاشت کې ويلي وو چې د سيمه ييزې پانګونې په نامه يو فنډ پېلوي. د هغه په خبره دا فنډ به د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ په ډېرولو کې مرسته وکړي. ورته خبره د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه خبرپاڼه کې ياده کړې وه خو تر اوسه پورې لا هم نه دی اعلان شوی.

افغانستان د ګاونډيو مرکزي اسيا هېوادونو سره د اقتصادي‌ همکاريو تړونونه لاسليک کړي. په دوی کې يوه پروژه د اورګاډي پټلۍ تېرول دي چې کارونه یې شروع شوي دي. کابل له اسلام اباد سره د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون له مخې له هند او نورو هېوادونو څخه د سمندر او بيا د پاکستان د ځمکنيو لارو تجارت کوي. د همدې لوظنامې له لارې پاکستانيان د افغانستان پر لار د مرکزي اسيا هېوادونو سره سوداګري کولی شي.

د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسيا له لارې هر کاله له ديرشو اربو ډالرو څخه تر څلويښتو اربو ډالرو پورې سوداګري ممکنه ده
زاهد شينواری

پاکستان هند ته د تلونکو افغان مالونو لپاره واګا سرحد هم پرانیستی دی. همداراز له افغانستان سره یې د تورخم، چمن، باديني، غلام خان،‌ انګور اډې او خرلاڅو لارې هم خلاصې کړي دي.

تجار او د پاکستان د سوداګرۍ خونې يا چيمبر اف کامرس غړي زاهد شينواري د دسمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې اقتصادي موقعې ډېرې دي خو سياستوال بايد د سمو پاليسيو په جوړولو سره ترې ګټه واخلي.

نوموړي وويل: ''په ټوله دنيا کې د ګاونډيانو ترمنځ ډېر ښه تجارت کېږي خو زموږ بدقسمتي‌ده چې د پاکستان، افغانستان او مرکزي ایشيا سوداګریزې اړیکې ډېرې کمې دي. پاکستان د مرکزي اشيا سره د سوداګرۍ خوب ډېر له پخوا ويني خو دا یوازې خوب پاتې شوی. ‌د دې وجه له افغانستان سره خرابې سياسي اړیکې دي. که د افغانستان، پاکستان او مرکزي اشيا ترمنځ تجارتي تړونونه وشي نو لږ تر لږه په لنډه موده کې به هر کال د دېرش يا څلوېښت بيليونو ډالرو سوداګري کېږي.''

د سوداګرۍ ګڼې موقعې خو خرابې سیاسي اړیکې

د افغانستان او پاکستان بې ثباته اړيکو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ بد اغېز کړی دی. افغانستان پر پاکستان تور پورې کوي چې د طالبانو په ملاتړ سره ترهګري پالي خو اسلام اباد دا تور ردوي او وايي پر طالبانو خپل اغېز د سولې لپاره کارولی شي.

ورته خبرې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر په مياشت کې کابل ته په سفر کې وکړي. هغه او افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر ملاقات وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل چې غواړي د امنيتي مسايلو د حل تر څنګ تجارتي اړيکو ته پراختيا ورکړي. په دغه موقع عمران خان هيله وښوده چې د افغانستان له لارې به یې د مرکزي اسيا سره سوداګري زیاته شي.

په کابل کې د عمران خان د پلاوي سره د ملاقات ګډونوال او د افغانستان او پاکستان د سوداګریزې شريکې خونې يا چيمبر اف کامرس مشر خان جان الکوزی وايي پخوا يوازې په ترهګرۍ خبرې کېدې خو اوس دواړه خواوې د اقتصادي موقعو په پېدا کولو ډير غږيږي. هغه د دیسمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې دا مهم پرمختګ دی خو د عمل لپاره کار پکار دی.

هغه زیاتوي: ''اوس خبرې روانې شوې دي چې زموږ هيلې یې زیاتې کړې دي. تر دې حده خبرې شوې چې له تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او قراقستانه مالونه تر پاکستان او د جنوبي ايشيا تر نورو هېوادونو ورسیږي. يا له جنوبي ایشيا له هېوادونو مالونه تر روس پورې ورسي. پاکستان کولی شي ډير په اسانه او ارزانه سکاره، مالوچ، انرژي، ګېس، فولاد او نور خام مواد له مرکزي‌ايشيا راوړي. په دې کې د افغانستان او د ټولو ګټه ده. خو د دې لپاره بايد اپټا تړون قوي او عملي کړل شي.''

اپټا يا د افغانستان او پاکستان ټرانزيټ لوظنامه په ۲۰۱۷ کال کې شوې ده. خو په دې وروستيو کې یې له مخې تجارت ځکه کم شوی چې سوداګر پکې د اوږدمهاله وېزو د نه شتون او پر مال وړونکو ګاډو د ټيکسونو له زیاتېدو شکايت لري.

د دیسمبر پر ۱۴مه، د افغانستان سوداګرۍ او صنعتونو وزارت له خوا مشال راډيو ته ورکړل شوي‌معلومات ښيي چې په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان او پاکستان د دوه بيليونو ډالرو تجارت کړی خو تېرکال دا سوداګري له يو بيليون ډالرو هم کمه وه.

XS
SM
MD
LG