د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل ته د عمران خان سفر: موخې او ارزښت


افغان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته هرکلی ووایه - د ۲۰۲۰ز د نومبر ۱۹مه.
افغان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته هرکلی ووایه - د ۲۰۲۰ز د نومبر ۱۹مه.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ته د افغانستان د سفر بلنه افغان ولسمشر اشرف غني د روان ۲۰۲۰ز کال سېپټمبر پر ۲۵مه نېټه هغه مهال ورکړه کله چې دواړه مشران د ټليفون له لارې په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت پر ارزښت غږېدلي ول.


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د نومبر پر ۱۸مه په خپاره کړي بيان کې ويلي چې عمران خان به په خپل يو ورځني سفر کې د افغان سولې پروسې په ګډون پر دوه اړخيزه اړيکو او سيمه ييز اقتصادي پرمختګ او پيوستون خبرې کوي. د خبرپاڼې له مخې نوموړی به له ولسمشر غني سره پر ليدو سربېره د پلاويو پر کچ خبرې او ګډه خبرې غونډه هم کوي.

له عمران خان سره په دې سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي، د تجارت او پانګونې په څانګه کې د وزيراعظم سلاکار عبدالرزاق داود او ځېنې نور لوړ پوړي چارواکي ورسره دي.


پر افغان سوله خبرې

پاکستان ادعا لري چې د افغانستان د سولې په پروسه کې یې اغېزناکه همکاري کړې ده. عمران خان په وار وار د طالبانو او امریکا تر منځ د فبروري پر ۲۹مه په دوحه کې شوی تړون د پاکستان د اسانچارۍ نتیجه بللی.

افغان حکومت او امریکا هم په دې باور دي چې پاکستان پر طالبانو اغېز لري او په کار ده چې له دې اغېز په کار اخيستلو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ريښتینې همکاري وکړي او طالبان په داسې حال کې اوربند ته وهڅوي چې په افغانستان کې په دا وروستيو کې تاوتريخوالی ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو بلل شوی او پر مخامخ جګړې سربېره په ښارونو کې هدفي وژنې او بمي چاودنې هم زياتې شوي.


په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير او د سياسي چارو شنونکی رستم شاه مومند وايي چې له پاکستانه به د افغان حکومت مهمه غوښتنه طالبان اوربند ته راضي کول وي.

"افغان حکومت له پاکستاني چارواکو همدا غوښتنه کوي چې تاسو په طالبانو اوربند ومنئ. چې اوربند وشي نو يو فضا به جوړه شي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې پرمخ روانې شي. خو طالبان بيا فکر کوي چې د اوربند په کولو سره د دوی تحريک ته زيان رسېدی شي يا ماتېدی شي نو هغوی به اوربند ته غاړه کښېنږدي خو دا امکان لري چې د فشار په صورت کې هغوی په تشدد کې لږ کموالی راولي."

بلخوا د پاکستان يو بل پخوانی سفير او د سياسي چارو شنونکی اياز وزير وايي چې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د افغان کډوالو د بیا ستنېدو بهير، پر پوله امنيت او د تجارتي اړيکو يو ځل بيا زياتول هم د بحث مهم موضوعات دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ مخ پر ځوړه تجارت


د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ شريکې خونې (چېمبر اف کامرس) مشر خان جان الکوزی وايي چې د ۲۰۱۷ز کال پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه تجارت له درې اربه ډالرو څخه شاوخوا يو ارب ډالر ته راټيټ شوی دی چې د نوموړي په وينا دا حالت د دواړو هېوادونو په زيان دی.

افغانستان ته د عمران خان له سفر وړاندې د تجارت او پانګونې په چارو کې د هغه سلاکار عبدالرزاق داوود او ورسره مل پلاوی د افغانستان په درې ورځني سفر د نومبر پر ۱۶مه کابل ته ولاړی او د نومبر پر ۱۷مه ناوخته يې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د دواړو هېوادونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ په هوکړه لیک "اېپټا" کې د شته ستونزو او ننګونو او د دې د هواري په اړه خبرې وکړې.


خان جان الکوزی وايي چې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ پر دوو مسايلو په ليکلې بڼه پرېکړه وشوه.

"يو هغه تخنيکي ستونزې چې دا اوس د ټرانزيټ او تجارت پر وړاندې په کراچي کې موجود دي، هغوی ته د حل لاره پيدا شوه او پرېکړه وشوه چې دا ستونزې بايد په شته امکاناتو سمدستي حل شي. دويمه پرېکړه دا وشوه چې "اېپټا" ته بايد له سره کتنه وشي او اسانتياوې رامنځ ته شي."

نوموړي زياته کړه پر دې سربېره د داخلي تجارت په برخه کې هم د سبزيانو، مېوو او نورو اموالو د اسانه تګ راتګ لپاره خبرې وشوې.


د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترينګلي اړيکې


د افغانستان او پاکستان تر منځ له څه مودې راهيسې اړيکې زياتې جنجالي شوي دي. افغان حکومت ادعا کوي چې پاکستان پر خپله خاوره طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته پټنځايونه ورکړي چې هغوی په افغانستان کې بريدونه ترسره کوي. دوی دا هم وايي چې پاکستان پر افغان طالبانو د اوربند او سولې لپاره خپل بشپړ نفوذ نه کاروي.

بلخوا پاکستان تور پورې کوي چې افغانستان پر خپله خاوره پاکستانيو طالبانو ته ځای ورکړی چې د پاکستان پرضد فعاليت کوي.

دواړه هېوادونه پر يو بل له لګېدلو تورونو انکار کوي، خو خان جان الکوزی وايي چې تجارت بايد د سياست قرباني نکړل شي او دواړه هېوادونه بايد د ولس د اقتصادي پياوړتيا لپاره له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG