د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم د حکومتي بندیزونو سربېره جلسې کوي


اپوزيشن ګوندونو د حکومت لخوا د ملتان د لويو لارو او په ښار کې د موبايل فون خدماتو پر تړلو سربېره هلته خپله جلسه وکړه- ارشیف انځور
اپوزيشن ګوندونو د حکومت لخوا د ملتان د لويو لارو او په ښار کې د موبايل فون خدماتو پر تړلو سربېره هلته خپله جلسه وکړه- ارشیف انځور

د نومبر پر ۳۰مه د پنجاب په ملتان کې د اپوزيشن ګوندونو مشران او د هغوی زرګونه پلويان يو وارې بيا د دې لپاره غونډ شوي ول چې د وزيراعظم عمران خان د استعفا لپاره پر هغه فشار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کورونا وبا د لا زيات خپرېدو له وېرې پر جلسو جلسونو بنديز لګولی دی او د ملتان تر جلسې مخکې يې د اپوزيشن لسګونه غړي نيولي ول.

اپوزيشن ګوندونو د حکومت لخوا د ملتان د لويو لارو او په ښار کې د موبايل فون خدماتو پر تړلو سربېره هلته خپله جلسه وکړه.

اپوزيشن ګوندونه وايي، د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۱۸ز کال د انتخاباتي درغليو په نتيجه کې جوړ شوی دی.

دوی همداراز د پاکستان پوځي ايسټيبلشمنټ د هېواد په سياسي چارو کې د مداخلت لپاره تورنوي.

حکومت او هم پوځ دا تورونه ردوي.


د پي ډي اېم د ملتان غونډې ته په وينا کې د مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې مريم نواز شريف وويل چې د حکومت ورځې د شمار پاتې دي او هېڅوک يې ژغورلی نشي.

د مريم پلار نواز شريف، چې درې ځله د پاکستان وزيراعظم پاتې شوی او د هېواد عدالتونو د درغليو په تور سزا کړی، دا وخت په لندن کې د جلاوطنۍ ژوند کوي.

د پنجاب حکومت وياندې فردوس عاشق اعوان په يو بيان کې د کورونا وبا مسالې ته په اشارې ويلي چې د اپوزيشن ګوندونو مشرانو د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېواد د زرګونه وګړيو ژوند په خطر کې اچولی دی.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د سياسياتو استاد ډاکټر عبدالشکور وايي، د پاکستان سياسي کړکېچ هله يو څه کمېدای شي چې وزيراعظم پر اپوزيشن مشرانو د درغليو مقدمو جوړولو پرځای له هغوی سره په جمهوري طريقه خبره وکړي.

نوموړی زياتوي چې حکومت پرځای د دې چې د کورونا وبا د مخنيوي لپاره يوه موثره پالېسي جوړه او عملي کړي، له دې مسالې سياسي ګټې پورته کول غواړي.


د ګلګت بلتستان د انتخاباتو له نتيجو وروسته موږ ګورو چې اپوزيشن ګوندونو خپل موقف لا سخت کړی. د دې خبرې مثال د دوی د ملتان جلسه ده چې پر حکومتي بنديزونو سربېره يې وکړه. د دغو انتخاباتو په کمپاين کې بلاول بوټو زرداري خپله لهجه يو څه نرمه کړې وه. عمران خان ته هم پکار دي چې د اپوزيشن ګوندونو پر مشرانو د درغليو د مقدمو جوړولو، چې ځينې يې ښايي درواغ وي، او د هغوی د نيولو له چارو لاس واخلي او په يوه جمهوري انداز خبره ورسره وکړي. او که نه اپوزيشن وايي چې د عمران خان له راوستونکو قوتونو سره به حساب کتاب کوي، نو بيا د دې مسالې حل داسې اسانه نه دی. تر څو چې د کورونا وبا ضد د حکومتي پالېسۍ خبره ده نو هغه هم اغېزناکه نه ده او داسې معلوميږي چې د سياسي ګټو لپاره کارول کېږي."

په پېښور کې خبريال او د سياسي چارو شنونکی محمود جان بابر بيا وايي، د اپوزيشن ګوندونو مشران تر کورونا وبا زيات راتلونکې مارچ مياشت د سينيټ د انتخاباتو او پکې د حکومتي تحريک انصاف ګوند د ممکنه ګټې خبرې پرېشانه کړي دي.


"حکومت مخالفه ډلې پر دې پوه دي چې د کورونا وايرس واکسين به راوځي او دا مساله به ختمه شي، خو که حکومت په خپل ځای پاتې شو نو امکان شته چې راتلونکې مارچ مياشت د سينيټ په انتخاباتو کې بريالی شي او په دغه ايوان کې هم اکثريت ترلاسه کړي. دوی وېريږي چې که داسې وشوه نو حکومت به د اپوزيشن ګوندونو د مشرانو د لا ډېر ځورولو لپاره نور هم سخت قوانين جوړ کړي. ځکه نو دوی پوره کوښښ کوي چې د خپلو جلسو لړۍ جاري وساتې او په پاکستان کې حکومت جوړوونکې حلقې اړې کړي چې که په راتلونکې جنورۍ کې نه وي نو په فبرورۍ مياشت کې خو هرو مرو اوسنی حکومت کور ته ولېږي."

د پي ډي اېم د ملتان جلسې ته د اپوزيشن ګوندونو د نورو مشرانو ترڅنګ د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمې بينطير بوټو لور اصفې بوټو هم وينا وکړه چې دا د هېواد په سياست کې د هغې د باقاعده قدم ايښودو په توګه ګنل کېږي.

په همدې حال کې د پاکستان صحي چارواکي خبرداری ورکوي چې په هېواد کې د کورونا وايرس دويمه څپه راغلې او که خلکو د ګڼې ګوڼې له ځايونو د ډډې کولو ترڅنګ له دې وايرسه د حفاظت نورې ضروري لارښوونې عملي نه کړې نو يو زيات شمېر کسان به ناروغه او حکومت ته به يې علاج کول ګران شي.

XS
SM
MD
LG