د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم نن په ملتان کې جلسه کوي


کوټه کې د پي ډي اېم جلسه
کوټه کې د پي ډي اېم جلسه

پاکستان جمهوري تحریک نن (د نومبر پر ۳۰مه) د پنجاب په ملتان ښار کې د حکومت ضد احتجاجي جلسه کوي.

د تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د نومبر پر ۲۹مه په ملتان کې د شریکو ګوندونو له مشرانو سره تر غونډې وروسته وويل چې په ټول ملک کې به د ولسي غونډو لړۍ روانه وي.

په تحریک کې شریک ګوندونه تور پورې کړی چې پولیسو یې وار له مخه یو شمېر مشران او شاوخوا ۲۰۰ فعالان نیولي دي.

پولیسو وايي یوازې هغه اته کسان یې نیولي چې د جلسه ګاه شاوخوا اېښودل شویو کنټېنرو لرې کولو هڅه یې کوله.

مولانا فضل الرحمن هم د اتوار پر ورځ په ملتان کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې پنجاب سرکار ملتان ته ورتلونکې ټولې لارې په کنټېنرو بندې کړې دي خو ده وویل چې د پي ډي اېم کارکنان دې دا خنډونه مات کړي او جلسې ته دې ځانونه وررسوي.

د ملتان انتظاميې د جلسې مخنیوي لپاره د جلسې ځای ته تلونکې لارې په کنټنرو تړلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان جمهوري تحریک د ملتان په قاسم باغ میدان کې د جلسې اعلان کړی دی خو ځایي انتظاميې د جلسې اجازه نه ده ورکړې.

یاد تحریک د نومبر پر ۲۲مه په پېښور کې هم د حکومت له اجازې پرته جلسه کړې وه.

پي ډي اېم د خپل تحریک پیلولو لومړۍ جلسه د پنچاب په ګوجرانوله کې وکړه، ورپسې یې په کراچۍ، کوټه او پېښور کې جلسې وکړې.

په پاکستان جمهوري تحریک کې شریک د اپوزېشن ګوندونه وايي د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت په درغلیو راغلی دی او دوی یې نسکورول غواړي.

خو حکومت وايي چې د اپوزېشن ګوندونه یوازې د خپلو درغلیو پټولو لپاره سره یو شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG