د لاسرسي ځای

تازه خبر

د 'ستونزو ښکار' پخواني خاصه دار لاهم پر پرلت دي


خاصه دار
تصویر له ارشیفه
خاصه دار تصویر له ارشیفه

د مومندو او خیبر ضلعو له خاصه دار ځواکه اېستلي کسان وايي، له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت یا درنه وهلې خو تر اوسه یې حکومت غوښتنې نه دي منلې.

د دې درنې یوه سمبالوونکي رب نواز د نومبر پر ۲۴مه مشال ریډیو ته وویل چې د مومندو څخه ۳۰۰ او د خیبر څخه شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته د تیرو شاوخوا ۱۲ کلونو راهیسي خپل تنخواګانې نه دې ورکړل شوې نو باید حکومت ورته د تنخواګانو ورکولو ترڅنګ د دوی نوکریانې بیا بحال کړي.

نوموړی زیاتوي چې د دوی څه نا څه ۳۰۰ خاصه دار د اسمبلۍ مخې ته یې ځکه پرلت وهلی چې دوی تر ۲۰۰۸ز کاله ډیوټۍ ورکړې، او په هغه کال یې د دې قانون له مخې یې تنخاګانې بندې کړې چې امن نه وي راغلی نو تر هغو پیسې نه شي ورکولی.

رب نواز وايي، بیا هم بې تنخا شپږ میاشتې نوره ډیوټي ورکړه خو چې کله بدامني زیاته شوه او پوځي عملیات وشول نو کډې یې وکړې. کله چې خپلو سیمو ته ستانه شول نو هیډکوارټر ورته ویل چې تاسو له دندو لیرې شوي یې.

د ده په ادعا، معلومات کړي چې تنخاګانې یې تر تېرې میاشتې راغلي دي خو انتظامیې نه دي ورکړې. انتظامیه ورته وايي چې د دوی پرځای یې نور ځوانان برتي کړي دي خو چې دوی یې معلومات وکړل نو د هغو کسانو عمرونه په ۲۰۰۸ ز کال کې څلور یا شپږ کاله ول، د ده په وینا تش په کاغذونو کې یې د دوی پرځای نور کسان برتي کړي خو په حقیقت کې یې هېڅوک نه دي برتي کړي.

رب نواز زیاته کړه چې حکومت دې د دوی د ستونځو هوارولو لپاره یوه کمیټۍ جوړه کړي.

په احتجاج کې شامل د خیبر د خاصه دار ځواک یوه غړي سید جلال وویل چې حکومت ورسره د برتي کېدو پر مهال د مراعاتو ورکولو په ګډون ګڼې ژمنې کړي دي خو هغه په سمه توګه نه عملي کوي. بله دا هغه کسان چې له خاصه دار ځواک څخه لیرې کړل شوي هغوی دې بیرته واخیستل شي ځکه چې د دې خبرې ژمنه د ایپکس کمیټۍ په ۲۲ نکاتي اعلامیه کې هم شوې وه.

سید جلال وايي دا مهال په قبایلي ضلعو کې د لېویز سرتېرو شمیره ۲۹ زره ده او د خاصه دارو هغه شاوخوا ۱۸ زره ده.

په مومندو کې له خاصه دار ځواک څخه د ویستل شوو کسانو د اتحادیې یو مشر لال باچا ساپي وویل چې له خاصه دار ځواک څخه ویستل شوې کسان دا مهال هېڅ کار روزګار نه لري او له یو شمېر مالي مشکلاتو سره مخامخ دي. نوموړي زیاته کړه، دوی په ۱۹۷۴ز کال کې ذوالفقار علي بوټو د خپل حکومت پر مهال برتي کړي ول. انتظامیې دوی ته ویلي ول چې دندې یې ختمې شوي دي خو اصلا دا ختمې نه وې. د ۲۰۲۰م کال جولای پورې دوی بحال وو. په دې کې څه کسان امن کمیټو پسې لیکل شوي او د ډېرو تنخاګانې به دوی خپلو جیبونو کې اچولې. اوس دا کسان سپین ږیري شوي دي. نور کارونه نشي کولای.

په مومندو کې خاصدارو د تنخاګانو لپاره مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

له مومندو نه د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار مومند له دې احتجاج کونکو سره لیدلي دي. هغه مشال رېډیو ته وویل چې د احتجاج کوونکو غوښتنې یې اړونده چارواکو ته رسولي خو باید چې هغوی ورته پام وکړي.

دی وايي په اسمبلۍ کې یې هم د دوی ستونزه راپورته کړې او له حکومتي چارواکو سره یې هم پر دې مسله خبرې کړي دي. نوموړی زیاتوي چې پر احتجاج ناستو خاصه دارو سره تر اوسه د حکومت یو غړي نه دي لیدلي.

له خاصه دار ځواک څخه ویستل شوو دې کسانو د اکتوبر پر پنځمه هم د پیښور پریس کلب مخې ته احتجاج کړی وو. د دوی د غوښتنو په اړه مې له انتظامي چارواکو او د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی ټېليفون اوچت نه کړ. د اکتوبر پر شپږمه د تحریک انصاف ګوند د خیبر ضلعې نه د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپرېدي مشال رېډیو ته ویلي ول چې حکومت یې د دې احتجاج کونکو د ستونځو هوارولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG