د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا خاصه دار او لېویز د پولیس نظام برخه شول


خاصه دار ځواکونه له ډېره وخت بیا بیا پر احتجاج ول
خاصه دار ځواکونه له ډېره وخت بیا بیا پر احتجاج ول

د خیبر پښتونخوا کابینې په مکمل ډول په پولیسو د قبایلو د خاصه دارو او لېویز سرتېرو ورګډول منظور کړي دي.

بېګا ماښام د کابینې تر غونډې وروسته د اعلا وزیر ویاند اجمل وزیر مشال راډیو ته وویل، تر دې مخکې کابینې په دوو پړاوونو کې خاصه دار او لېویز ځواکونه د خیبر پښتونخوا د پولیسو برخه کړل او اوس یې د سرتېرو د عهدو له منظورۍ سره بهیر بشپړ کړ.

د خیبر پښتونخوا کابینې دا اقدام پر داسې مهال کړی چې د خاصه دارو او لېویز ځواکونو سرتېرو په پولیسو د ورګډېدو په قانون او نظام کې پر نیمګړتیاوو انتقاد کاوه او د پولیسو په څېر مراعات یې غوښتل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG