د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې خاصدارو د تنخاګانو لپاره مظاهره کړې


په مومندو کې خاصدارو د تنخاګانو لپاره مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په مومندو کې له خاصه دار ځواکه ویستل شويو ځینو کسانو د اکتوبر پر پینځمه د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي لاریون وکړ. دوی غوښتنه کوله چې هغوی له ۱۲ کلونو راهیسې خپلې تنخواګاني نه دي ورکړل شوي او د تنخاګانو د بقایه جاتو ترڅنګ دې دوی د نورو خاصه دارو په رنګ په پولیسو کې ضم شي او د دوی نوکري دي بحال کړل شي. د دوي د دی ستونزي په لړ کې مې د سرحدي او ریاستي امورو د پارلېماني سیکتر اقبال اپرېدي پوښتنه وکړه نو هغه مشال راډیو ته وویل چې د دا ډول ستونزې سره مخ د ځینې خاصه دارو مسله حل شوې ده او ځينو بیا په عدالت کې اپیل کړی دي او په مرکز او صوبه کې د هغوی حکومت هڅه کوي چې د پخوانیو خاصه دارو دا ستونزي حل کړي، خو د مومندو احتجاج کوونکي خاصه دار وايي دوی داسې مالومات ترلاسه کړي دي چې د هغوی په نوم اوس هم د هغوی تنخاګانې رارواني دي او کچېري دا ستونزه ژر تر ژره حل نه شوه نو دوی به بیا د اسلام آباد په لور لاریون کوي. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په راپور کې.

XS
SM
MD
LG