د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: خاصه دار یې له پولیسو سره ګډ کړل


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا حکومت د قبایلي ضلعو د خاصه دارو او لیویز ځواکونو په پولیسو کې د ورګډولوخبرتیا خپره کړې ده.

د دوشنبې په خبرتیا کې راغلي چې اوس به په پولیسو کې شامل کړل شویو لیویز او خاصه دارو ته د پولیس هومره تنخاګانې او مراعات ورکول کېږي. د اعلامیې تر مخه په اوله برخه کې به ۴۵۰۰ خاصه دار او لیویز غړي پولیسو ته واوړي.

دا راز وزیراعلا محمود خان هم په دوشنبه په خپل رسمي ټویټر پیغام کې وویل چې په مجموعي توګه د شاوخوا ۲۹۰۰۰ لېویز او خاصه دارو په پولیسو د ورګډلو حکم جاري کړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي ضلعو له شاملولو پس حکومت د دې سیمو لېویز او خاصه دارو په پولیسو کې د ورګډولو ویلي ول خو تر اوسه دا کار نه وو شوی چې په نتیجه کې یې یادو ځواکونو وخت په وخت احتجاجونه هم وکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG