د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرعلي کې د ډزبندۍ لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ چیغه  


د پښتون ژغورنې غورځنګ بنو یو پلاوی د خپل ځايي مشر حاجي عبدالصمد خان په مشرۍ میرلي ته د ډزبندۍ لپاره په چیغه وتلي. ۲۰۲۰، ۱۹ فبروري
د پښتون ژغورنې غورځنګ بنو یو پلاوی د خپل ځايي مشر حاجي عبدالصمد خان په مشرۍ میرلي ته د ډزبندۍ لپاره په چیغه وتلي. ۲۰۲۰، ۱۹ فبروري

پښتون ژغورنه غورځنګ بنو او د خوا او شا نورو سیمو ځوانان او مشران په میرعلي کې د دوو قبیلو ترمنځ د شخړې درولو لپاره په چیغه وتلي دي.

دوی وايي تر هغو نه راستنېږي چې په درنو او سپکو وسلو سمبال د خدي او مچيخېلو ځوانان یې له مورچو کوز کړي نه وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بنو څانګې مشر حاجي عبدالصمد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د بنو او شمالي وزیرستان له مشران او ځوانان سره یوځای پر مچيخېلو او خدي قبیلو ږغ کوي چې پر یوه بل دې ډزې نه کوي، یوبل دې نه وژني، لانجې په خبرو هوارېږي، پکار خو دا وه چې سرکار دغه دواړه قبیلې دې ته نه وای پرېښې چې مورچو ته وخېژي. د نوموړي په وینا دا دومره درنې وسلې له کومه راغلې؟

نوموړي زیاته کړه پر حکومت یوځل بیا ږغ کوي چې خپل کردار دې ادا کړي.

په میرعلي کې د یادو قبیلو ترمنځ د یوې شاړې ځمکې پرسر لانجه ده او د دواړو غاړو ځوانان په درنو وسلو سمبال د یوه بل پروړاندې مورچو ته ختلي دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو څانکې یو بل مخکښ ندیم عسکر هم وویل پر سرکار ږغ وکړ چې د مچیخېلو او خدي قبیلو ترمنځ لانجه لا د وړاندې په عدالت کې چلېږي نو پکار ده چې د دوی ترمنځ ډزبندي وکړي.

دی وايي، شمالي او جنوبي وزیرستان لا د وړاندې له بدامنیو ډېر کړېدلي او ځورېدلي دي نو سرکار ته پکار ده چې راوړاندې شي او په میرعلي کې مورچه زنې قبیلې له مورچه راکوز کړي. او دوی نور په خپل وطن کې جنګ جګړې نه غواړي.

انتظامي چارواکي وايي چی د ډزبندي لپاره د مشرانو جرګه لګیا ده، حل به یې راووزي ګني اړه دي چې سخت قانوني اقدام وکړي.

د شمالي وزیرستان ډیټي کمشنر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی څو ځلې د مچیخېلو او خدي قبیلو ترمنځ په جرګو مرکو ډزبندۍ کړې دي او اوس هم مشران د دوی ترمنځ د جوړجاړي لپاره هلې ځلې کوي. د دې لانجې مقدمه په عدالت کې روانه ده او پکار ده چې دواړه قبیلې د عدالت تر پرېکړې انتظار وباسي، که نه وي دوی مجبوره دي چې پروړاندې یې سخت ګام واخلي.

د مچیخېلو او خدي قبیلو ترمنځ د ځمکې لانجه له کلونو راهیسې راروانه ده.

ځايي مشران وايي، په میرلي تحصیل کې دا یوه شاړه ځمکه ده چې ۲۰ یا ۲۵ زره کناله جوړېږي. او دا مهال پرې هېڅ کرکېله نشته او ښايي د کرهڼې جوګه هم نه وي.

دا مهال ستونزه دا ده چې په لانجه کې ښکېل دواړه قبیلې د ځمکې پوره ملکیت دعوه کوي.

د مشال راډيو د خبریال عمر دراز وزیر د راغونډکړیو مالوتو له مخې د دې ځمکې لانجه په ۱۹۲۷ز کال چې پاکستان لا نه وو جوړ شوی د انګرېز په واکمنۍ کې پرې یوه فیصله راغلې او سندونه یې هم پراته دي. بیا په میرامشاه تحصیل کې په ۱۹۹۴ز کال هم یوه فیصله راغلې ده خو منل شوې نه ده.

که څه هم له مشال راډیو سره په خبرو کې د مچیخېلو او خدي مشران وايي دوی د پاکستان تر قانون لاندې د دې لانجې هواری غواړي خو لاهم پېچلې غوټه ده چې کله به سپېخېږي.

XS
SM
MD
LG