د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور هایکورټ چیف جسټس وقار سېټ له کورونا ناروغۍ ومړ


چیف جسټس وقار سېټ
چیف جسټس وقار سېټ

د خیبر پښتونخوا نامتو قاضي او د پېښور های کورټ چیف جسټس وقار احمد سېټ د کرونا وایرس له ناروغۍ ومړ.

د یاد عدالت ترجمان رسنيو ته ويلي چې د اکتوبر پر ۲۲مه په چیف جسټس وقار سېټ کې د کورونا وايرس تشخيص شوی وو چې په لومړي سر کې هغه د پېښور په روغتون او بيا وروسته د اسلام اباد په يوه شخصي روغتون کې تر درملنې لاندې وو او پرون ناوخته (د نومبر پر ۱۲مه) يې ساه ورکړه.

۵۹ کلن جسټس وقار سېټ په ۱۹۸۵ ز کال په پېښور کې وکالت پیل کړی وو، هغه په دوه زره یولسم کي د پېښور هایکورټ جج مقرر شوی وو او د دوه زره اتلسم ز کال په اته ویشتم جون د پيښور هایکورټ چیف جسټس وټاکل شو.

دجسټس وقار احمد سېټ په مشرۍ ځانګړي عدالت د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر پر ۱۷مه د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرل پروېز مشرف ته د ايين ماتولو په تړاو د غدارۍ په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې وه. د هغه دا پرېکړه په پاکستان په عدالتي تاریخ کې ساری نه لري.

ناصر نعیم ایډوکېټ د پېښور هایکورټ وکېل دی، له مشال راډيو سره په خبرو کې وایي دی هغه وخت نوی نوی د هایکورټ وکېل شوی وو چې پرویز مشرف د نومبر په درېمه په دوه زره اووم ز کال کې ایمرجنسي لګولې وه او د پاکستان ایېن یې مات کړی وو.

نوموړی زیاتوي، دی د هغې ورځې شاهد دی چې چیف جسټس وقار احمد سېټ د آئین په ماتېدو زښته ډېر خپه وو: [د دوه زره اووم تحریک (آئین بحالي تحریک) شروع شو نو موږ ډېر نزدې پاتې شوي وو، زما یاد دي چې سهار به زه راغلم، په دوه زره اووم او اتم (تحریک په دوران) کې، نو باوجود د دې چې دی ډېر مشر وو، نو ده (وقار احمد سیټ) به د بوک هړتال میدان کې کرسۍ لګولې وه او مخې ته به یې ګلونه پراته وو، له هغه وروستو چې کله دی جج شو نو ډېرې بې طرفه فیصلې یې کولې. په هغوی کې د پوځی عدالتونو ضد فیصلې او تر ټولو مهمه فیصله د جنرال مشرف خلاف هم وه.]]
نوموړی د هغه خصوصي عدالت چې د پخواني پوځی مشر او صدر پاکستان پرویز مشرف د غدارۍ مقدمه یې اورېده، مشر هم وو. پر پرویز مشرف تور وو چې هغه په دوه زره اووم کال د نومبر په درېمه د پاکستان آئین مات کړی وو، بیړنی حالت یې لګولی او دغه یې د اساسی قانون خلاف کار کړی وو. د دغه مقدمی فیصله کې پرویز مشرف ته د مرګ سزا اورول شوی وه، له دې علاوه چیف جسټس وقار احمد سیټ د پوځی عدالتونو لخو د سزا شوي څلور اویا تنانو سزا هم ختمه کړې وه او هغه یې بري کړي وو، چې وروستو بیا هغه خلک چې د کورنیو تنان یې بې درکه وو یا د پوځي عدالتونو لخوا سزا شوي ول، یاد عدالت ته یې درخواستونه ورکړي وو او د پېښور هایکورټ د وکيلانو او په رسنیو کې د رپورټ شویو معلوماتو تر مخه تر درې سوو پورې تنان بري کړي وو.

خبریال شهزاد انجم له تېرو اووه ویشتو کالونو راهیسې د پېښور هایکورټ تر څنګ د وړو او لوړو عدالتونو رپورټنګ کوي، دی وایي هغه وخت چې وقار سېټ وکیل وو، تل به یې د بې وسه او غریبو خلقو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کولې، په دیواني مقدمو کې زیات قابل وو او ولس یې په قابلیت ډېر خوشاله هم وو.

[[ دی عوامي جج (قاضي) وو، د عوامي جج په مانا چې د ده په عدالت کې بې درکه تنان ډېر له ستړیو اېتسلي ول، ولس ترې ډېر خوشاله وو او په ښه نظر به یې (د نوموړي فیصلو) ته کتل، ځکه فیصلې یې په انصاف ولاړې وې.]

د پاکستان ولسمشر عارف علوي، وزيراعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او يوشمېر نورو سياستوالو او قانون پوهانو د چیف جسټس وقار سېټ پر مړينه خپګان څرګند کړی دی. بلخوا د پاکستان وکيلانو شورا او د سپريم کورټ وکيلانو سازمان د هغه پر مړينه په ټول هېواد کې د يوې ورځې وير لمانځلو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG