د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور چیف جسټس د لاهور ججانو ګومارنه چیلنچ کړې


وقار احمد سېټ
وقار احمد سېټ

د پېښور های کورټ چیف جسټس وقار احمد سېټ د هغې حکومتي پرېکړې پرضد په سپریم کورټ کې درخواست وړی دی چې د نوموړي په ادعا تر ده په تجربه کم د لاهور های کورټ درې ججان یې په سپریم کورټ کورټ کې ګومارلي دي.

ندیم فرید چې پیښور پوهنتون لا کالج کې د قانون استاد دی وايي چې د پاکستان د آئین آرټیکل یو سل پینځه اویا اې او یوسل اوه اویا ترمخه د سپریم کورټ ججانو تقرري به د زیاتې تجربې او عمر په بنیاد کېږي خو د وقار احمد سېټپه کیس کې درې واري داسې ونشو او کمې تجربې واله درې ججان یې چې د لاهور های کورټ ول په سپریم کورټ کې وګومارل.

وقار سیټ ځکه و نه ټاکل شو چې چې د هغه له ځینو پرېکړو د پاکستان ریاستي ادارې نه وې خوشاله
لطیف اپرېدی


وقار احمد سېټچې په ۲۰۱۸ کې د پېښور های کورټ د مشر قاصي په توګه سوګند کړی وو او نوموړي د پاکستان ایین آرټیکل ۱ څلور اتیا تر څلورم شق لاندې د حکومت پرېکړه په سپریم کورټ کې چېلنج کړې ده.

د پېښور های کورټ بار اتحادیې مشر او تجربه کار وکیل عبدالطیف اپرېدی وايي، وقار سېټځکه و نه ټاکل شو چې چې د هغه له ځینو پرېکړو د پاکستان ریاستي ادارې نه وې خوشاله، لکه د پروېز مشرف غدارې کیس یا د پوځي عدالتونو نه سزا شویو کسانو سزاګانې درول.

نوموړي زیاتوي چې په پاکستان کې د آزادې عدليې خبرې ډیرې کېږي خو داسې ده نه او آزاده عدلیه د ملک په ګټه وي خو دی زیاتوي چې په کوم هېواد کې جج ته انصاف نه ملاوېږي نو هغه به په خپله څه انصاف وکړي.

د یادوني ده په سپریم کورټ د وقار احمد سېټوکالت د سپریم کورټ وکیل حامد خان کويخو دغه درخواست لا د اورېدني لپاره نه دی منظور شوی.


د یادونې چې د پېښور چیف جیټس وقار احمد سېټ د ۲۰۱۹ز کال دسمبر میاشت کې د پخواني پوځي دیکتاتور پرویز مشرف پرضد د یوه خصوصي بنچ په مشرۍ د غدارۍ په مقدمه کې هغه ته د مرګ سزا اورولې وه چې وروستو د لاهور های کورټ د وقار احمد سېټدغه فیصله واپس کړې وه. دغه شان د ترهه ګرۍ ضد پوځي عدالتونو کې تر اویا زیات کسانو د ترهګرۍ په مقدمو سزاګانې اورولې وې خو وقار سېټد پوځي عدالتونو دغه فیصلي هم اورولې او سزاګانې یې درولې وې.

XS
SM
MD
LG