د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا: د مشرف فیصلې په اړه د پوځ غبرګون "غیرضروري" وو


مولانا وايي پوځ د مشرف له فیصلې د عزت نفس مسله جوړه کړه
مولانا وايي پوځ د مشرف له فیصلې د عزت نفس مسله جوړه کړه

پېښور - د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په اړه پر عدالتي فیصلې د پوځ پر غبرګون نیوکې کړې دي.

د ډېسېمبر پر ۲۱مه په پېښور کې د ګوند غړو ته په وینا کې نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۷مه د ځانګړي عدالت فیصلې په اړه وویل چې کله عدالت په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د پیپلز ګوند پخواني مشر او وزیراعظم "ذوالفقار علي بوټو په اړه فیصله کړې وه نو پوځ ویلي ول چې: موږ له عدلیې سره ولاړ یو."

د فضل الرحمان په خبره، کله چې عدالت د پخواني وزیراعظم نواز شریف پر ضد فیصله وکړه نو هغه مهال هم پوځ ویلي ول چې له عدلیې سره ولاړ دی، خو چې د "پخواني جنرال [پروېز مشرف] ضد فیصله کېږي نو له دې د عزت نفس مسله جوړوي."

د ډېسېمبر پر ۱۷مه چې ځانګړي عدالت پخواني پوځي واکمن ته له هېواد سره د ستر خیانت په تور د مرګ سزا واوروله نو د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال اصف غفور په بیان کې پرېکړه "دردوونکې" وبلله او د مقدمې شفافیت یې تر پوښتنې لاندې راوست.

د خیبر پښتونخوا او وروسته بیا د پاکستان د وکیلانو ټولنې د نوموړي دا بیان وغنده.

خو حکومت هم د عدالت پر فیصلې نیوکې وکړې.

مولانا فضل الرحمان وویل، پروېز مشرف اوس یو پوځي نه بلکې د یوه سیاسي ګوند مشر دی نو ځکه یې د سزا فیصلې په اړه مېجر جنرال اصف غفور ته غبرګون ښوول په کار نه ول:

"په سیاسي او عقلي ډول د پوځ او د ای اېس پي ار د مشر غبرګون غیر ضروري وو. له دې سره د هېواد دوه لویې ادارې – پوځ او عدلیه – یو بل ته ورمخامخ شوې، داسې صورتحال هېڅکله پاکستان ته ګټور نه دی."

پروېز مشرف هم پر فیصلې انتقاد کړی دی او د ډېسېمبر پر ‍۱۸مه یې له دوبۍ څخه په ویډیويي بیان کې تور پورې کړ چې د مقدمې پر مهال ورته د خپلو دلیلونو وړاندې کولو موقع نه وه ورکړل شوې.

مشرف البته دا اختیار لري چې د فیصلې ضد لوړو عدالتونو ته غوښتنلیک ورکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG