د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس وقار احمد سېټ څوک دی؟


جسټس وقار احمد سېټ
جسټس وقار احمد سېټ

پراګ - په پاکستان کې د ځانګړي عدالت له خوا پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف ته د مرګ تر سزا اورول کېدو وروسته تود بحث روان دی.

په دې بحث کې ځینې خلک د دې پرېکړې پر دې سربېره مخالفت کوي چې عدالت وړاندې کړې ده او ځینې یې بیا ډېره پر ځای پرېکړه بولي.

د یادې پرېکړې ملاتړ کوونکي د یاد عدالت جج جسټس وقار احمد سېټ ته عقیدت وړاندې کوي او د هغه ستاینه کوي خو پرویز مشرف ته د مرګ د سزا مخالفین بیا د یادې پرېکړې پر اورونکي جسټس وقار احمد سېټ نیوکې کوي

د جسټس وقار احمد سېټ په مشرۍ کې ځانګړي عدالت لومړی د دسمبر پر ۱۷مه په مختصره پرېکړه کې پرویز مشرف ته د مرګ سزا واوروله او بیا یې د دسمبر پر ۱۹مه تفصیلي پرېکړه هم خپره کړه.

د یادې پرېکړې تر راتلو وروسته په پاکستانیو مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې د دې پرېکړې او په ځانګړې توګه د پرېکړې اورونکي جسټس وقار احمد سېټ په اړه بحث پیل شو.

د ډېرو خلکو په ذهنونو کې ښايي دا پوښتنه وي چې جسټس وقار احمد سېټ څوک دی او تر دې وړاندې یې هم څه خاص پرېکړې کړې دي او که نه؟

په پېښور کې مېشت خبریال او شنونکی شمیم شاهد له څه باندې دوو لسیزو راهسې نه یوازې جسټس وقار احمد سېټ پېژني بلکې په سکول کې یې ټولګیوال یا هم صنفي هم اوسېدلی دی.

نوموړي په دې اړه مشال راډیو ته وویل ،

ده وویل ، “جسټس وقار احمد سېټ په ډېره اسماعیل خان کې زېږېدلی ، په پېښور کې لوی شوی دی. دی د پېښور له اسلامیه کالج او د پېښور پوهنتون د قانون له څانګې فارغه شوی دی. ده په ۱۹۸۵م کال کې وکالت پیل کړ او بیا په ۱۹۹۰م کال کې د پېښور های کورټ وکیل شو. په ۲۰۰۸م کال کې د بېنکنګ کورټ جج شو او په ۲۰۱۱م کال کې د پېښور های کورټ جج شو.”

جسټس وقار احمد سېټ له څه باندې یو کال راهسې د پېښور های کورټ د مشر قاضي یا چیف جسټس په توګه کار کوي.

شمیم شاهد زیاته کړه چې جسټس وقار احمد سېټ یو خاموش طبعه سړی دی او کله یې هم په عملي توګه په سیاست کې برخه نه وه اخیستې.

قانون پوه او د پاکستان بار کونسل یو مخکښ اېډوکېټ شیر محمد خان وايي هم له تېرو شاوخوا ۱۵ کالو راهسې جسټس وقار احمد سېټ پېژني.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې جسټس وقار احمد سېټ تر دې وړاندې هم یو شمېر مهمې پرېکړې کړې دي.

اېډوکېټ شېر محمد خان زیاته کړه چې “ هسې خو یې ډېر پرېکړې کړې دي خو ځینې پرېکړې یې ډېرې مهمې دي. یو یې ۷۴ هغه کسان خوشي کړي وو چې پوځي عدالتونو ورته د مرګ سزا اورولې وې او بیا یې په خیبر پښتونخوا کې د - ایکشن ان اېډ اف سېول پاور – په نامه هغه قانون غیر اییني ګرځولی وو کوم چې امنیتي ادارو ته د هراستخانو ساتلو په ګډون پراخ واک ورکوي. هم داسې یې د عامو انسانانو د حقونو لپاره ډېرې پرېکړې کړې دي”.

د جسټس وقار احمد سېټ له خوا پرویز مشرف ته د مرګ سزا اورولو پرېکړه په پاکستان کې ساری نه لري. نوموړي پرویز مشرف ته دا سزا د ملک د ایین پر ماتولو اورولې ده.

د اېډوکېټ شېر محمد خان په وینا ، د پاکستان د آیین په شپږمه دفعه کې څرګند لیکل شوي دي چې که هر څوک په یوه نه یوه بڼه له دې ایین څخه سرغړونه کوي نو هغه د های ټریزن یا سنګینې غدارۍ مرتکب کړي چې سزا په مرګ محکومېدل دي.

خو د پاکستان پوځ ویلي چې پرویز مشرف په هیڅ صورت غدار نشي کېدای او حکومت ویلي چې دوي به د جسټس وقار احمد سېټ پرضد سپریم جودېشل کونسل ته ځي.

XS
SM
MD
LG