پر ډیورنډ کرښه جګړې د افغان کډوالو واپسي ځنډولې ده
تازه شو
پاکستان او په افغانستان کې طالب ځواکونو د ډېسېمبر پر پنځمه په چمن او سپین بولدک کې پر یو بل ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې دواړو غاړو ته مرګژوبله واوښته او ترڅنګ یې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر هم له ځنډ سره مخامخ شو. راپورونه وايي، اوس د ډزو بهیر درېدلی دی خو د چمن لاره لا هم تړلې ده. د لارې تړل کېدو له وجې له پاکستانه افغانستان ته روان کډوال هم ایسار پاتې دي. پاکستان د افغان کډوالو د واپسۍ بهیر پیل کړی او هوډ یې ښوولی چې ټول غیرقانوني کسان به له خپلې خاورې وباسي. نور حال د رويټرز او فرانس پريس خبري اژانسونو له وېډیوګانو جوړ راپور کې وګورئ.