د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت له نجونو زده کوونکو سره د مالي مرستو اعلان کړی


د بلوچستان په خانوزۍ سيمه کې د اتم ټولګي د يوې زده کوونکې نجلۍ مور رفعت کاکړ وايي د حکومت لخوا د مرستو اعلان به د دوی ځېنې ستونزې ور هوارې کړي.
د بلوچستان په خانوزۍ سيمه کې د اتم ټولګي د يوې زده کوونکې نجلۍ مور رفعت کاکړ وايي د حکومت لخوا د مرستو اعلان به د دوی ځېنې ستونزې ور هوارې کړي.

د بلوچستان حکومت اعلان کړی چې له شپږم ټولګي څخه به تر ۱۲م ټولګي پورې زدکړې ترلاسه کوونکو نجونو سره مالي مرستې کوي.

د خزانې سېکرټري نورالحق بلوڅ د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې له شپږم ټولګي څخه تر اتم ټولګي پورې له نجونو زده کوونکو سره به د مياشتي پر سر ۵۰۰ روپۍ، د نهم او ۱۰م ټولګي له زده کوونکو سره د مياشتې پر سر ۸۰۰ روپۍ او د ۱۱م او ۱۲ ټولګي له زده کوونکو سره به د مياشتې پر سر ۱۰۰۰ روپۍ مرسته کوي.

نوموړي زياته کړه چې د دې کار لپاره يې د کال پر سر ۱،۲ اربه روپۍ په پلان کې نيولي چې د سرکاري مډل سکول، های سکول او کالج ټولو نجونو زده کوونکو ته به ورکول کېږي چې شمېر يې شاوخوا ۱۱۰،۰۰۰ دی.

له نجونو زده کوونکو سره د مالي مرستې مقصد

د بلوچستان د خزانې سېکرټري نورالحق بلوڅ وايي چې د دې ګام تر شا يې مقصد ښځينه زده کوونکې د زدکړو جاري ساتلو ته هڅول دي ځکه د ده په وينا هلته له پرايمري سکول څخه مډل ته، له مډل سکول څخه های ته او له های سکول څخه بيا کالج ته د نجونو زده کوونکو د تعليم جاري ساتلو رجحان اغېزمن شوی دی.

نوموړی زياتوي په دې کار سره به يو خوا د تعليم جاري ساتلو شرح ښه شي او بلخوا به تعليمي معيار پرمخ ولاړ شي. د نوموړي په وينا دوی به هر شپږ مياشتې وروسته دا باوري کوي چې ماشومه تعليم جاري ساتي او نورو ټولګيو ته پرمختګ کوي او که نه.

د پيسو وېشلو طريقه کار

نورالحق بلوڅ زياتوي چې دوی دمګړی پر يو پلان کار کوي چې دغه پيسې څنګه د موبايل سيم کارډ له لارې نجونو زده کوونکو ته ورسول شي نو له هغه وروسته به د مرستو دا لړۍ پيل کړي. هغه زياته کړه چې او سمهال يې دا مرستې د دوو يا درو کلونو لپاره په پلان کې نيولي خو هيله من دی چې دا لړۍ به نور هم دوام ومومي.

د زده کوونکو پر زدکړو د مرستو اغېز

بلخوا د بلوچستان د تعليم سېکرټري شېر خان بازی وايي چې له دوی سره په دې کار کې هېڅ مشوره نه ده شوې خو د ده په وينا دا اقدام به د نجونو زده کوونکو پر تعليم او د تعليم پر نتايجو مثبت اغېز ولري.

"په بلوچستان کې له ۲۰ څخه بيا ۳۰ سلنه پورې ماشومې نجونې په پرايمري سکول (لومړني ښوونځي) کې سبق پرېږدي. د دې لويه وجه غربت دی. بيا يو شمېر داسې ليرې پرتې سيمې شته چې هلته له تېرو ۱۰ يا ۲۰ کلونو راهيسې بلوا وه. بيا چې کله کورونا وبا راغله نو زموږ ټونيز او اقتصادي حالت يې نور هم خراب کړ."

د نوموړي په وينا د دې لاملونو له کبله ماشومان په تېزۍ سره سکولونه پرېږدي خو هغه وايي چې دا مرستې به د ښوونځيو پرېښودو کچ راټيټ کړي.

شېر خان بازی زياتوي چې په بلوچستان کې ۱۰ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي نو په دې اقدام سره به نوي ماشومان هم د سکولونو خوا ته راغب شي.

د بلوچستان په خانوزۍ سيمه کې د اتم ټولګي د يوې زده کوونکې نجلۍ مور رفعت کاکړ وايي د حکومت لخوا د مرستو اعلان به د دوی ځېنې ستونزې ور هوارې کړي.

"دا مرستې د مور و پلار لپاره لوی سهولت دي. په دې مرستو سره به لږ تر لږه د ماشومانو د سوزوکي يا موټر کرايه پرې کړل شي."

خو د همدې صوبې د پښين په بلوزۍ سيمه کې د درو زده کوونکو نجونو پلار خليل الرحمان بيا وايي چې د ګرانۍ په روان دور کې د مرستې دا پيسې ډېرې لږ دي.

"د مرستو ورکول د حکومت ښه اقدام دی خو په دا ګراني کې دا پيسې ډېرې لږې دي. که دا پيسې لږ زياتې شي نو بيا به د ماشوم يو کار هم په وشي او د ماشوم حوصله افزايي به هم وشي."

په بلوچستان کې تعليمي حالت

د بلوچستان د تعليم څانګې له معلوماتو سره سم په ټوله صوبه کې دا مهال ۱۴،۹۹۷ سرکاري سکولونه شته چې شپږ لاکه هلکان او څلور لاکه نجونې زدکړې پکې کوي. پر دې سربېره ۲۲۰،۰ شخصي سکولونه هم شته چې ۵۳۱،۰۰۰ زده کوونکي درس پکې وايي.

بلخوا په دې صوبه کې ۹۷ سرکاري او ۹۳شخصي يا پرايوېټ کالجونه هم فعاليت کوي.

XS
SM
MD
LG