د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنې نجونه په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره هڅې کوي


ملګرو ملتونو پروېب پاڼه لیکل شوي چې د دې ورځې د لمانځلو مقصد په نړۍ کې د ماشومانو جینکو د تعلیم طرفته د ټولنې پاملرنه کول دي، او داچې هلکانو سره سره دې جینکو ته هم یو شان د تعلیم، زدکړې او ژوند تېرولو اسانتیاوې ورکړای شي.

هر کال ۱۱ اکتوبر په نړۍ کې د هغو نجونو نړیواله ورځ لمانځل کیږي چې عمرونه یې له ۱۸ کالونو کم وي. د ملګرو ملتونو پروېب پاڼه لیکل شوي چې د دې ورځې د لمانځلو مقصد په نړۍ کې د ماشومانو جینکو د تعلیم طرفته د ټولنې پاملرنه کول دي، او داچې هلکانو سره سره دې جینکو ته هم یو شان د تعلیم، زدکړې او ژوند تېرولو اسانتیاوې ورکړای شي.

د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د ۲۰۱۱ م کال د سمبر پر ۱۹ د یو قرارداد له لارې هر کال ۱۱ اکتوبر د جینکو د نړیوالې ورځې په توګه د لمانځلو اعلان وکړ.

په تاندې هیلې پروګرام کې د دریو داسې نجونو سره خبرې کوو چې په ټولنه کې د یو مثبت پرمختګ لپاره کار کوي.

مسکا ستار درانی

مسکا ستار د ملاکنډ د تاڼې سره تعلق لري، د مر دان د عبدلولي خان پوهنتون نه یې په کمیونیکېشن ډیزایینګ کې ۱۶کړی دې.

مسکا یوه انځور ګره، او عکاسه یا فوټوګرافره ده. نوموړې ماشومانو جینکو سره د انټرنېټ له لارې د دوی پر مسلو خبرې هم کوي.

مسکا وایي د ملګرو ملتونو ۱۷ مقاصده دي او دا زیاتره په خپل هنر کې هم پر دغو کار کوي چې غواړي په ټولنه کې د جینکو د تعلیم، زده کړې، امن او د جنس پر بنیاد د فرق کولو خلاف پوهه پېدا کړي.

مسکا ستار دراني
مسکا ستار دراني

مسکا ته په پاکستان کې د نیوزیلېنډ د اېمبسي لخوا د "لټل ارټ" ادارې په مرسته د ۲۵ کالو نه د کم عمره هنرمند اېوارډ هم ورکړل شوی دې.

حدیقه بشیر

د سوات سيدوشريف ۱۸ کلنه حديقه بشير له تيرو څو کلونو راهيسې د کم عمرۍ ودونو مخنيوي په اړه د پوهاوي راوستو لپاره هلې ځلې کوي. ملګرو ملتونو هغه د ۱۷ ځوانانو او پېغلو په رهبرۍ پروګرام کې شامله کړې ده. نوموړې به اوس پخپله سيمه کي کار کوي او د ملګرو ملتونو فورم ته به په پاکستان او شاوخوا هېوادونو کې د غوره تعليم، غربت ختمولو او ښځې پر خپلو پښو درولو لپاره وړانديزونه ورکوي.

حدیقه بشیر
حدیقه بشیر

تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې دتایوان حکومت او اميد نومې غير سرکاري ادارې حديقه بشير ته د کم عمر جینکو ودونو خلاف مبارزې پرسر د اسیا سفيرې جایزه ورکړې وه. حدیقه وایي په خپله سیمه کې د کم عمره نجونو د ودولو په مخنیوي کې له ډېرو ستونزو سره هم مخامخ شوې ده، خو همت یې نه دی بایللی.

ثمر خان

د دیر ثمر خان چې یوه ساییکل چلونکې ده. هغې یوشمېر ریکارډونه جوړ کړي دي خو په دا وروستیو کې د افریقا تر ټولو د دنګ غره څوکې ته په ساییکل تللې ده. هغه د پاکستان لومړنۍ ساییکل چلوونکې ده چې د تنزانیه په کلې منجارو سیمه کې د تر ټولو هسک غره څوکې ته ختلې. ثمر وایي باید کورنۍ د تعلیم او لوبو په لار کې د خپلو لوڼو مخه و نه نیسي.

ثمر خان
ثمر خان

ثمر په ټول پاکستان کې هم پر ساییکل سفرونه کړي دي او وایي غواړي چې په ټولنه کې په دې اړه پوهه پېدا کړي چې پښتنې جینکۍ هغه لوبې هم کولی شي چې ټولنه یې یوازې د هلکانو لوبې ګڼي.

تاندې هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:00 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG