د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د قبایلي ضلعو ۷۹ فیصده نجونه تر پنځم جماعت وړاندې سکول پرېږدي"


د یو پاکستاني سکول پخوانی عکس
د یو پاکستاني سکول پخوانی عکس

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو د تعلیمي حالت په اړه خپور شوی یو رپورټ لیکي چې په دې سیمو کې ۷۹ فیصده نجونې تر پنځم ټولګي رسیدو وړاندې سکولونه پرېږدي.

د قبایلي ضلعو د اېجوکېشن مېنجمنټ انفارمېشن سسټم لخوا جاري شوو شمېرو رپورټ وایي له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ م کاله سرکاري سکولونو کې له لومړي تر پنځم ټولګي درې اویا فیصده ماشومان له سکولونو وتي چې پکې ۶۹ فیصده هلکان او ۷۹ فیصده نجونې دي.

رپوټ لیکي چې له شپږمه تر لسم ټولګي د ماشومانو د وتو صورتحال هم د خفګان وړ دی او په دې مرحله کې د جینکو ماشومانو د وتو شرح ۵۰ فیصده او د هلکانو د سکول پرېښودو کچه ۴۰ فیصده ده.

د رپوټ په وینا ، په قبایلي ضلعو کې په مجموعي توګه د تعلیم کچه څه باندې ۳۳ فیصده ده چې پکې د هلکانو د تعلیم کچه څه کم ۵۰ فیصده ده خو د نجونو د تعلیم شرح بیا یوازې څه کم ۱۳ فیصده ده.

رپوټ دا نه دي لیکلي چې په دې سیمو کې له سکولونو د نجونو او هلکانو د وتلو وجوهات څه دي خو د قبایلي سیمو د تعلیم د څانګې ډارېکټر هاشم خان اپرېدی وایي د دې سیمو په سکولونو کې د بنیادي اسانتیاوو د نیشتوالي له کبله ماشومان سکولونه پرېږدي.

د مشال راډیو ته وویل ، “ په قبایلي سیمو کې خلک بې کوره شول نو د دې له وجې هم زموږ د ماشومانو د وتو شرح زیاته وه”.

ده وویل ،“د دې تر څنګ زموږ ټوله توجه پر بنیادي سهولیاتو ده لکه چې د جینکو په سکولونو کې چاردیواري ، تشناب خانې او اوبه نه وي نو د هغې د وجې نه هم زموږ د ماشومانو د وتو شرح زیاته وي داسي شاوخوا ۴۰ فیصده سکولونو کې سهولیات کم دي”.

هاشم خان اپرېدي زیاته کړه چې د زیاتو فنډو له راتلو سره دوي د لسو کالو یو پلان لري چې د موجودو سکولونو حالت ښه کړي.

نوموړي وویل چې دوي په دې اړه هم پلان لري چې څنګه له سکول څخه د ماشومانو د وتلو مخه ونیسي.

ده وویل کومو ماشومانو چې سکولونه پرېښي نو هغوي ته به د یو کال د زده کړو پس داخلې ورکول کېږي.

د تعلیم څانګه وايي ، په قبایلي ضلعو کې ۵۸۹۰ سکولونه دي په کومو کې چې څه د پاسه ۶۷۷۰۰۰ زده کوونکي دي.

د تکړه قبایلي خویندو غړې او مدني فعاله ثمینه اپرېدۍ وایي ماشومان تعلیم ته هڅولو لپاره به په سکولونو کې نه یوازې سهولتونه سېوا کول وي بلکې د ښو استادانو ګمارل هم ضروري دي.

ثمینه اپرېدۍ وايي ، “ په قبایلي سیمو کې په خاصه توګه دا پکار دي چې د جینکو تعلیم لپاره د پخوا غوندې د خوارکي توکو سکیمونه پیل شي ، د سکولونو سهولیات سېوا شي او ورسره روزل شوي استادان په کار دي.”

د قبایلي ضلعو د اېجوکېشن مېنجمنټ انفارمېشن سسټمدا رپوټ لیکي چې دا وخت په دې سیمو کې ۱۸۶۲۱ استادان دي کوم چې د یادې ادارې په وینا کم دي.

د تعلیم لپاره هلې ځلې کونکي غېر سرکاري ادارې الف اعلان په تېر کلونو کې په قبایلي سیمو کې د استادانو د کموالي، له سکولونو د ماشومانو د وتو او په سکولونو کې د سهولیاتو د نیشتوالی په ګوته کړی وو او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې وه چې دې سکولونو ته دې پام زیات کړي.

XS
SM
MD
LG