د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پخوانۍ فاټا نجونه کالجونه نه لري'


د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د شاملېدو وروستو د سیمې تعلیمي کارپوهان وایي باید وفاقي حکومت په فاټا کې د نجونو تعلیمي ادارو ته زیات پام وکړي.

د سیمې استادان وایي په زیاترو قبایلي ضلعو کې د نجونو پرایمري سکولونه شته خو بیا وړاندې تعلیمې ادارې نه شته. زیاتره نجونې تر پنځمه پورې زده کړې وکړي او وړاندې سکولونو ته ولاړې نه شي.

د سیمې استادان دا هم وایي، باید حکومت د فاټا سکولونو ته سهولتونه ورکړي او د ناامنۍ له وجې ویجاړ شوي سکولونه دې لومړی اباد کړي.

په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې ((هيومن رايټس واچ)) په پاکستان کې د تعلیم په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي وو، چې په دغه هیواد کې تر ۲۲ میلیونه زيات ماشومان له ښوونځيو بهر دي. په دغو کې ۳۲ فېصده جینکۍ دي.

په دې اړه خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تاندې هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG