د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ هر ۱۰م کس ذهني ناروغ دی


د نړۍ هر ۱۰م کس ذهني ناروغ دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې ويلي چې په نړۍ کې په هر ۱۰ کسانو کې يو کس ذهني ناروغي لري. يادې ادارې د ذهني روغتيا د نړيوالې ورځې په تړاو ((په زنځيرونو کې ژوند)) په نوم يو اوږد راپور خپور کړی دی. دا ورځ هر کال د اکتوبر پر ۱۰مه لمانځل کېږي. راپور وايي، د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې سلګونه زره کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ذهني يا نفسياتي ناروغۍ له کبله په زنځيرونو تړل شوي يا يوازې په خونو (کوټو) کې بند ساتل کېږي. دا چې په پاکستان، په ځانګړې توګه په پښتني سيمو کې ذهني ناروغۍ په حال کې دي؟ احمد شاه اعظمي يې په اړه راپور وړاندې کوي چې د يو وزيرستاني ځوان په غږ پيلېږي.

XS
SM
MD
LG