د لاسرسي ځای

تازه خبر

ججان او پوځي افسران د سرکاري پلاټونه حق نه لري: جستس فایز عیسا


 فایز عیسا وايي، د مخصوص اجازت پرته د وزيراعظم په ګډون هېڅوک نه شي کولای چې تر صوابديدي اختيار لاندې چا ته پلاټ يا ځمکه ورکړې.
فایز عیسا وايي، د مخصوص اجازت پرته د وزيراعظم په ګډون هېڅوک نه شي کولای چې تر صوابديدي اختيار لاندې چا ته پلاټ يا ځمکه ورکړې.

د پاکستان سپريم کورټ جسټس قاضي فايز عيسا وايي، ججان او د پوځ افسران حق نه لري چې سرکاري پلاټونه واخلي.

نوموړي د اکتوبر پر اتمه د يوې مقدمې اورېدنې پرمهال وويل چې ايين او نه هم قانون ججانو او د پوځ لوړ پوړو افسرانو ته له حکومته په ارزانه بيه یا وړیا د پلاټ (ځمکې) اخېستو حق ورکوي.

فايز عيسا دا څرګندونې د هغې مقدمې اورېدو پرمهال کولې چې ترمخه يې سېپټمبر ۲۰۱۸ کې د اسلام اباد ايف ۱۴ او ايف ۱۵ سېکټرونو کې حکومتي هاوسنګ سکيمونه ختم کړي ول.

دغه فيصله په سپريم کورټ کې چيلنج شوې وه چې د زيارت پر ورځ کالعدم وګرځول شوه.

د فايز عيسي په خبره ججانو ته د قانونو جوړولو اختيار نشته بلکې يوازې یې تشريح کولی شي او که چېرې يو قانون له ايين سره په ټکر کې وي نو هغه ختمولی شي.

د سپريم کورټ جسټس فايز عيسا په خپل اضافي نوټ کې دا هم لیکلي چې د مخصوص اجازت پرته د وزيراعظم په ګډون هېڅوک نه شي کولای چې تر صوابديدي اختيار لاندې چا ته پلاټ يا ځمکه ورکړې.

جسټس فايز عيسا زياته کړه چې په پوځ کې ملازمت کونکو لپاره مختلف قوانين نافذ دي او په هغو قوانينو کې دا نه دې ويل شوي چې يو افسر ته دې رهايشي، تجارتي پلاټ يا زرعي ځمکه ورکړل شي.

قانون او ايين څه وايي

د جسټس فايز عيسا د دغه څرګندونو په اړه قانون پوه شبير حسين ګګياڼی وايي چې د ريټاريرمنټ پلاټ ورکول په قانون کې نشته.

شبير ګګياڼي د اکتوبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې قانون او ايين سره سره د محکمو په پروسيجرز کې هم دا نه شته چې سرکاري ملازمينو ته به په ريټايرمنټ پلاټ ورکوي.

نوموړي وايي:"پوځ يوازې اداره ده چې دا يو سيټم يې جوړ کړی دی چې کوم ښه ښه ځايونه دي، هغه واخلي. څوک چې ريټارير شي هغه ته بيا کور او پلاټ ورکول کېږي. د ډيفينس پشان ګران بیه ځايونه، که هغه پېښور، لاهور، کراچۍ او يا اسلام اباد کې پوش علاقې دي، په دغو ځايونو کې د کورونو ورکولو انتظام يې کړي وي. موږ په ايين او قانون کې دا خبره نشته خو پوځ د خوشالولو لپاره دا کار کېږي. په قانون کې دا نشته چې يو جج ريټارير شي نو هغه ته به پلاټ ورکول کېږي. که چا اخستي دي نو هغه له هغه تنخواه نه پيسې کمېږي او د هغې په بنياد پلاټ ترلاسه کوي. دا يوازنی زموږ ملک دي چې داسې کار کېږي ځکه جسټس عيسا دا ريمارکس ورکړي دي چې نه خو دوی حقدار دي او نه هم پوځ دا حق لري."

شبير ګګياڼي زياته کړه چې په ټولنه کې پر دې موضوع څوک اواز نه پورته کوي او دا امتيازي سلوک دي چې د حکومت په مختلفو محکمو لکه تعليم، صحت او نورو کې افسران په لوړ چوکو پاتې شي خو دا مراعات ورته نه وي ترلاسه خو پوځ ته دا حق ورکړل شوي دي.

په پوځ کې د "استحاق ثقافت"

جسټس فايز په خپلو څرګندونو کې دا هم ويلي دي چې د پوځ لوړ پورو افسران ته پلاټ او زرعي ځکمې ملاوېږي او څه رنګه يې رينک [عهده] کې اضافه کېږي نو هم هغه شان ورته اضافي پلاټ او د کرنې ځمکه ورکولی شي.

جسټس عيسا د پوځ پخواني مشر جنرال اصف نواز جنجوعه ورو شجاع نواز د کتاب [کراسډ سوارډز Crossed Swords] حواله ورکړي چې څه رنګه پوځ کې دننه مراعات، شخصي ګټو لپاره کورونه ورکول کېږي.

جسټس عيسي د کتاب يو باب په حواله ويلي دي چې په يو وخت کې په پوځ کې د پلاټونو رواج عام شو، له دې سره يو نوي د"استحاق ثقافت" رامنځ ته شو او په دي کې پوځ او سول بيورو کريسي دواړه شامل شو او دا د معمول برخه وګرځېده.

د پاکستان پوځ شتمني او کاروبارونه

ليکواله عائشه صديقه په خپل کتاب ملټري اېنک [Military Inc.] کې د پوځ اقتصادي او شتمنو تفصيلات ورکړي دي.

دا کتاب په ۲۰۱۷ز کال کې خپور شوي وو. ليکوالې په کتاب کې په تفصيل سره د هغو کاروبارونو ذکر کړی وو چې پوځ پکې سرمايه کاري کړې وه.

د پاکستان په سېنېټ کې په ۲۰۱۶ز کال ډېسمبر مياشت کې د سېنېټر فرحت الله بابر يوې پوښتنې په ځواب کې د هغه وخت دفاع وزير خواجه اصف ويلي وو چې پوځ نېږدې ۵۰ سوداګريزې يا تجارتي ادارې چلوي. پکې هاوسينګ سکيمونه هم شامل دي.

په دې کې فوجي فاونډيشن، شاهين فاونډيشن، بحريه فاونډيشن، ارمي ويلفير ټرسټ او ډېفنس هاوسنګ اتارټې شامل دي.

په هغه ځواب کې دا هم وويل شوي ول چې د هېواد په لويو ښارونو کې د پوځ تر څارنې لاندې اته هاوسینګ ادارې د ډيفنس هاوسنګ اټارټي تر نامه لاندې جوړي شوي دي.

په دې کې کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ، اسلام اباد، ملتان، ګوجراوله، بهاولپور، پېښور او کوټه کې دي.

د پخواني يو پوځي افسر دريځ

بلخوا پوځ وايي چې پلاټونه ورکول د پوځ دننه موجود نظام لاندې ورکول کېږي.

په پېښور کې د پوځ ريټاريرډ برېګيډير محمود شاه د اکتوبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې پوځ کې خپل يو نظام دي او دوی خپله پلاټونه د ډېفنس هاوسنګ اټارټي لاندې جوړوي.

نوموړي وايي:"په پوځ کې دننه د [پلاټونو] وېشلو يوه طريقه کار وي. زما په خيال د رياست او حکومت لخوا پوځ ته پلاټونه نه ورکول کېږي. په پوځ کې دا يو نظام دي چې ځينې کسان ژر ريټارير شي نو د هغوی لپاره دا يو طريقه راوستل شوې وه. پوځ يوه عامه ځمکه واخلي، په لږ قيمت يې واخلي، په هغه کې روډونه جوړ کړي او بيا ريټاريرډ کسانو ته يې ورکوي."

د سپريم کورټ جسټس فايز عيسا دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په پاکستان کې په سياست کې د پوځ لاسوهني په اړه تاوده بحثونه راون دي.

د مسلم ليګ رهبر نواز شريف او نورو اپوزشن ګوندونو د پوځ په سياسي کردار نېوکي کړي خو پوځ په وار وار دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG