د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیمرا ولې د نواز شریف د بیانونو په خپرولو بندېز لګولی؟


د پیمرا پخوانی مشر ابصار عالم مني چې نامعلومه کسان پر دې ادارې فشار اچوي.
د پیمرا پخوانی مشر ابصار عالم مني چې نامعلومه کسان پر دې ادارې فشار اچوي.

د پاکستان د برېښنايي رسنیو د څارنې ادارې (پیمرا) رسنیو ته امر کړی چې د پخواني وزیراعظم میا محمد نواز شریف بیانونه او تقریرونه دې نه خپروي، ځکه چې هغه ته عدالت سزا اورولې او اوس هغه مفرور دی.

پیمرا وايي، هغوي خپلې ټولې پرېکړې د ملک د قانون او ایین د قاعدې او ضوابطو په رڼا کې کوي. د یادې ادارې یو مسوول اصف سهیل د اکتوبر پر دوهمه نېټه وویل، د نواز شریف د بیانونو د نه خپرولو پرېکړه، په ۲۰۱۵ کال کې د لاهور های کورټ د هغې پرېکړې په بنیاد شوې ده چې هغه مهال یې حکم کړی و چې د متحده قامي مومنټ د مشر الطاف حسین بیانونه دې نه خپروي.

نوموړی زیاتوي:

"دا زموږ نه بلکې د عدالت پرېکړه ده، د الطاف حسین په کیس کې عدالت ویلي وو، د کوم اشتهاري یا مفرور کس بیانونه به نه خپروئ، دا پرېکړه هم موږ د هماغه حکم تر مخې کړې ده. موږ د یو کس پر ضد نه یو او نه هم په چا خامخا بندیزونه لګوو. موږ رسنیو ته یو چوکاټ جوړ کړی او رسنۍ د هغې له مخې نشریات کوي."

پاکستاني رسنۍ په ځانګړي ډول تلویزوني چینلونه، په دې وروستیو کې د پاکستان پیپلز ګوند د شریک مشر اصف علي زرداري، د جمیعت علمای اسلام ف د مشر مولانا فضل رحمان، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین او د ځینو نورو مشرانو تقریرونه یا نه خپروي او یا یې هم محدودیتونه پرې لګولي دي.

پیمرا ولې داسې کوي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د یادې ادارې پخواني مشر ابصار عالم د اکتوبر پر دوهمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د هغه د کار په موده کې به ورته نامعلومو کسانو ټیلیفونونه کول او ورته به یې سپارښتنې کولې چې دا کار وکړه، دا مه کوه. هغه وړاندې وویل:

"زه په دې اړه غلی نه یم پاتې شوی، ما ولس ته هر څه په ډاګه کړي دي، پر ټویټر مې هم لیکلي، خبري غونډې مې هم کړي او د سپریم کورټ مشر، وزیراعظم او د پوځ تر مشره مې هم خپل غږ رسولی دی چې پر ما فشار اچول کېږي او ګواښونه راته کېږي خو هېڅ ډول کارروايي د حکومت لخوا نه وه شوې."

د پیمرا د ضوابطو له مخې په پاکستاني رسنیو کې د هغه کس بیان نه شي خپرېدای چې د هیواد د امنیتي او استخباراتي ادارو پر ضد بې بنیاده تورونه لګوي، نسلي، مذهبي او فرقه ییزه کرکه خپروي او یا هم عدالت ورته سزا اورولې وي.

خو د پاکستان د خبریالانو د مرکزي ټولنې ( پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس) مشر شهزاده ذوالفقار وايي، په دې اړه یې حکومت ته وړاندیزونه کړي چې د رسنیو لپاره دې داسې قوانین جوړ شي چې د بیان ازادي ترې اغېزمنه نه شي.

پیمرا په ۲۰۰۰ ز کال کې د هغه مهال د پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف په دوره کې جوړه شوې وه او هغه مهال ویل شوي وو چې مقصد یې په پاکستان کې معیاري او کره صحافت لپاره کار کول دي.

XS
SM
MD
LG