د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیومن رایټس واچ: پاکستان دې نیب د ناقانونه ګرفتاریو لپاره نه کاروي


نیب د پخواني پوځي جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې جوړه شوې وه
نیب د پخواني پوځي جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې جوړه شوې وه

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) له پاکستانه غوښتنه کړې چې د احتساب قامي اداره (نیب) دې پر حکومت د انتقاد کوونکو ګرفتاریو لپاره د "الې" په توګه استعمالول ودروي.

سازمان د اګست پر شپږمه په رپورټ کې ویلي چې د پاکستان حکومت باید د نیب هغو چارواکو خلاف پلټنې او کارروايي وکړي چې په ناقانونه ګرفتاریو او نورو تېریو کې ککړ دي.

د احتساب قامي اداره په ۱۹۹۹ز کال کې د پخواني پوځي جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې جوړه شوې وه.

مشرف نیب ته د ګرفتاریو، پلټنو او عدالتي کارروايۍ پراخ اختیارات ورکړي ول.

هغه نیب ته واک ورکړی وو چې د رسمي تور بغیر تر ۹۰ ورځو پورې کسان په بند کې ساتلای شي.

د پاکستان سپریم کورټ د جولای پر ۲۰مه د مخالفو ګوندونو سیاستوالو خواجه سعد رفیق او خواجه سلمان رفیق خلاف د قضیو اورېدنې پر مهال د نیب پر کارکردګۍ تنقید کړی وو او ویلې یې ول چې د کره ثبوتونو بغیر یې دواړه سیاستوالان ګرفتار کړل او تر ۱۵ میاشتو یې په بند کې وساتل.

نیب د هیومن رایټس واچ د تورونو په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.

خو د پاکستان وفاقي حکومت په بیا بیا ویلي چې د احتساب اداره په خپلو چارو کې خپلواکه ده او حکومت یې د اپوزیشن سیاستوالانو پر ضد نه کاروي.

د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت همداراز ویلي دي چې نیب د هغه ګوند سیاستوالانو ضد هم اقدامات کړي او د قضیو پلټنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG